د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت ايت ا... العظمی خامنه ای پرون د نظام د مسولينو، د اسلامی هيوادونو له سفيرانو، او د خلكو د بيلابيلو پرګنو سره په كتنې كې د اسلام د ګرام پيغمبر (ص) د مباركې زوكړې په مباركې ويلو سره، د سيمې د ځينو ملتونو ویښتيا د اسلام د ګران د پيغمبر صلی الله عليه واله او د اسلام د حيات بخښونكی لمر څخه د ګټه پورته كولو لپاره د بشر د وړتيا د زياتيدا نخښه وبلله او وې فرمايل، د سيمې د ملتونو دردونه يواځې د دوی له برخليكه، د سترې شيطان يعنې دامريكا د لاس په لنډولو سره لرې كیږی.
حضرت ايت ا... العظمی خامنه ای د اسلام دګران پيغمبر زوكړه د بشر په ژوند كې ځلانه پيل وباله او زياته یې كړه، هر څومره چې د بشر معرفت ژور او د تاريخ په اږدو كې د انسان وړتيا زياته شی، د انسانانو په برخليك كې د پيغمبر اكرم د نيكمرغه بعثت بركتونو لا روښانیږی، او اوس ددې حقيقت نښې په سيمې كې روښانه ليدل كیږی.
د رهبرۍ ستر مقام د مصر او تونس په شمول د سيمې په هيوادونو كې اسلامی ویښتيا، د ملتونو د كړيدو د اوج له ظلم ، تياره او سپكاوی څخه د ژغوريدا لپاره دهغوی هڅه وبلله،ة او زياته یې كړه، د ملتونو ا وهيوادونو په ټولنيز، اقتصادی ،كلتوری او سياسی ژوندكې د مستكبرانو او دهغوی په سر كې دا مريكا لاسوهنه، د هغوی صبر آخر ته رسولی، او دچارې په فكر كې یې كړل.
هغوی له مادی تمدنونو ، د لويدیځ د خلكو د درك وړ خپګان ته په اشارې سره وويل، كه مسلمانان په خپلو خبرو او چلند سره اسلام په سمه توګه نړيوالو ته معرفی كړ ی، مطمينا، اسلام ته به ګروهنه په نړۍ كې پراخه شی، او دغه مسله ، دخپل چلند ا و ليدتوګې په اصلاح كې د مسلمانانو دنده ډيره درنه كوی.
حضرت ايت ا... العظمی خامنه ای وفرمايل، امريكايان زياتې هڅې وكړې چې چې دخلكو ستر خوځښت له اغيزه ځانونه لرې وساتی، خو ناكامه شول، ځكه چې ملتونه پوه شوی چې دامريكا او دهغې دعواملو سياستونه، د ملتونو تر منځ د دوه ګوڼوالی، او سپكاوی او اختلاف اصلی عوامل دی، له دې كبله،د مسلمانانو د ستونزو حل چابی ياكلی،په سيمې كې دامريكا د ټغر په ټوليدو كې ده.
هغوی وويل، د ملتونو او حكومتونو تر منځ درځ د امريكا د منځنی ختیځ د سياستونو بله پايله وبلله، او زياته یې كړه، په ډګر كې دملتونو شتون، د زورويونكو قدرتونو توره پڅوی او كه حكومتونه دملتونو له غوښتنو سره يوځای شی، امريكا او هیڅ بل سلطه ګر نشی كولی چې پرې خپل هدفونه وتپی.
داسلامی انقلاب ستر لارښود د صهيونست جعلی حكومت ،سرطانی غوټه او په سمیې كې د اقتصادی او سياسی ناروغيو او ډول ډول آفتونو عامل وباله اوزياته یې كړه:
استكبار د دې جنګ غواړی او اختلاف رامنځته كونكی غوټی د ساتلو لپاره ټولې هڅې كړی، خو په سيمې كې له دې سرطانی غوټی كركه زياته روښانه شوې .
هغوی په سيمې كې د اسلامی ویښتيا د پراختيا په هدايت كې د پوهنتونی، علمی اوسياسی شخصيتونو دنده ډيره درنه وبلله، او ټينګاریې وكړ، دسيمې دهيوادونو شخصيتونه دې پرې نږدی چې استكبار دخلكو د پاڅون وسيلې غلا او د خلكو ستر خوځښت مصادره كړی.
هغوی د وچتو هدفونو په لور د اسلامی ویښتيا د خوځښت هدايت او پرې پام، د سيمې او اسلامی امت د روښانې راتلونكی زمينه جوړونكی وباله، او د ۵،۱ ميليارده مسلمانانو د سترو جغرافيه ای او نفوسی ځانګړنو ته په اشارې سره زياته كړه ، د اسلامی امت اوسنی وضعيت بايد بدل شی، او په الهی فضل او بركت سره دغه بدلون به په نږدې راتلونكی كې تر لاسه شی.
هغوی د قرآن شريف مباركو آيتونو ته په استناد سره، د پروردګار په مقابل كې توكل او خضوع ،له ايمانی ورونو سره مهربانی، او مستكبرانو او ظالمانو په مقابل كې مقاومت د يوه مسلمان انسان او اسلامی ټولنې ځانګړنې وبللې ، او زياته یې كړه، د ايران ګران ملت،دغه نيكمرغې لارې ته په الهی توفيق سره دوام وركوی،او نور مسلمان ملتونه ههم ورو ورو په همدې لور دحركت په حال كې دی، څو خدای وعده محققه شی چې:
والعاقبه للمتقين .
درهبرۍ ستر مقام هم دا راز د اسلامی يووالی په ۲۴ كنفرانس كې د يو شمير ميلمانو اومتفكرينو په كتنې كې ، د اسلامی نړۍ اوسنی شرايط تاريخی وبلل، او ټينګار یې و كړ، د دی حساس او تاريخی وخت سمه پيژندنه، دخلكو دايمان پياوړتيا ، د يووالی ساتل، د امريكا په مقابل كې نه تسليميدل، او په الهی ژمنې باور درلودل، په اسلامی نړۍ كې د خلكو دميليونی كم ساری خوځښت د برياليتوب زمينه جوړونكی وبلل.
هغوی داسلامی نړۍ د اوسنيوشرايطو داهميت په بيانولو كې وويل، داوسنی تاريخی وخت اهميت په دې كې دی چې ، كه په سمه توګه وپيژندل ا وهدايت شی، د اسلامی نړۍ ستونزې به اوارې شی، او د اسلامی نړۍ لپاره به دنويو ستونزو زمينه نه وی.
هغوی په اوسنی وخت كې د مسلمانانو ميليونی شتون، بې ساری وباله، او وې ويل، د ايران دا سلامی انقلاب برياليتوب هم د خلكو ميليونی شتون احسانمن دی، او دغه ميلونی شتون يواځې په دينی ا يمان سره امكان لری.
هغوی په ډګر كې تر نهايی نتيجې پورې دخلكو شتون، او د نتيجې ساتل، د ميلونو شتون تر څنګ دوه مهم عاملونه وبلل او زياته یې كړه، دښمنان هڅّ كوی چې د مصر ،تونس، او داسلامی نړۍ د نورور سيمو ولسی خوځښت غير اسلامی وښيی، په داسې حال كې چې دغه ولسی خوځښت بشپړ اسلامی دی، او بايد پياوړی شی.
هغوی په دې په ټنګار سره چې د صدر اسلام پیښې ، تر ننه پورې د اسلامی امت د بيلا بيلو شرايطو هنرمندانه تابلو ده ، په احزاب جنګ كې د مسلمانانو شرايطو ته یې اشاره وكړه، او زياته یې كړه، لكه څرنګه چې په احزاب جنګ كې يوشمير، د دښمن دقدرت په مقابل كې كمزوری او تر اغيز لاندې راغلل، او ځينی هم په الهی ژمنې په باور او سره د دښمن په مقابل كې یې مقاومت وكړ، اوس هم ځينې د امريكا د ديپلماتيكو، تبليغاتی، او پوځی او مالی ملاتړو تر تراغيز لاندې كمزوری شوی، او باروی دی چې دامريكا په مقابل كې مقاومت نشی كولی، په داسې حال كې چې خوای پاك پر يكنده ژمنه كړې چې د دين مرستندويانو مرسته به كوی.
هغوی د تيرو كلونو په پرتله دامريكا كمزورتيا ته په اشارې سره وويل، په ا لهی ژمنې او وعدې دباور نتيجه، مخ په وړاندې خوځښت دی په داسې حال كې چې په الهی ژمنې شك ، د دښمنانو په مقابل كې تسليميدل دی .
هغوی په تيرو ۳۳ كلونو كې اسلامی ايران د پا م وړ پرمختګونه ، په الهی وعدې اوژمنې باور وباله او ټينګار یې وكړ، دايران ملت د ا قتصادی كلابندۍ تر پښو لاندې كولو، او په اته كلن تپلی جنګ په برياليتوب سره، په علم او تكنالوجۍ كې سترو برياليتوبونو ته ورسيده، چې اټومی تكنالوجې یې يوه ده.
حضرت آيت ا.. العظمی خامنه ای، دغه پرمختګونه د ځوان، مومن، او مخلص پوهانو دعلمی مجاهدت او هڅو احسانمنه وبلل، اوزياته یې كړه، اسلامی ايران په اټومی انرژۍ كې له ټولو دباونو سره سره، دغه موضوع اواره كړې، او پرمخ یې بولې ده.
هغه وويل، د لويدیځوال جنجال نور اغيز نلری، ځكه چې هغوی له اسلامی ايرا نه شاته دی، او دوخت تيريدل هم دايران په ګټه دی.
هغوی دايران بريالۍ تجربه اسلامی هيوادونو ته بريالۍ تجربه وبلله اوزياته یې كړه، اوس دمصر خلك پوه او د ځلانده اسلامی مخينې لرونكی خلك دی، او په ډګر كې شتون لری، او بايد پام وكړی چې دښمن یې خوځښت منحرفه نكړی،او دمصر د فرعون اړونده كس په قدرت كې راونه ولی.
هغوی د مصر دخلكو له ستر خوځښته ملاتړ او ساتنه، په لومړی ګام كې د خلكو،عالمانو، متفكرينو او دمصر دسترو كسانو دنده او ورپسې هم د اسلامی امت دنده وبلله او وې فرمايل، ديو بل په نسبت د اسلامی ملتونو د دندې احساس، د اسلامی يووالی مهم اغيز دی.
هغوی په دې په ټنګار سره چې د مسلمانانو تر منځ اختلاف ا و د شيعيه او سنی مسلې مطرح كول، د دښمنانو دسيسې دی، چې بايد پرې بريالی شو زياته كړه،په اسلامی نړۍ كې ا وسنی خوځښت به پرمخ لاړشی، او مونږ الهی ژمنه منو او مطمين يو چې خدای پاك به له مومنو انسانانوسره مرسته وكړی.
د دې كتنې په پيل كې د بيلابيلو هيوادونو شيعيه او ا هل سنتو عالمانو د اسلامی نړۍ په اړه خپلې ليدتوګې بيان كړې او د اسلامی يووالی د پياوړتيا په ضرورت په ټينګار سره یې داسلامی نړۍ ا وسنی شرايط ډير حساس وبلل.
دغو عالمانو هم ټينګا ر وكړ، د اسلامی نړۍ په تيره بيا دمصر دخلكو ميليونی حركت، د حضرت ا مام خمينی ره په مشرۍ د ايران داسلامی انقلاب د برياليتوب انعكاس دی چې له څه دپاسه ۳۰ كاله وروسته اوس روښانه شوی .
عالمانو په اسلامی نړۍ كې د ايران پرمختګونو ته په اشارې سره وويل، داسلامی نړۍ اوسنی بدلونونه به د ايران د ستر قدرت تر څنګ د نورو اسلامی قطبونو د رامنځته كيدا سبب شی، او دغه موضوع به نړيوالې معادلې بدلې كړی.
751687