IQNA

ايت الله خامنه ای: ملتونه دې دښمنانانو ته له موجودو حالاتو د استفادې اجازه ورنكړی

21:22 - September 08, 2011
د خبر لمبر: 2183698
سياسی ډله: د رهبرۍ ستر مقام ټينګار وكړ په سيمه كې داسی سترې پیښې كيدونكې دی چې بايد د مسلمانوملتونو لپاره د دينی ولسواكۍ مفهوم په سم او دقيق ډول بيان او د دغو پیښو د راتلونكو لورنيونو په زمينه كې موجوده خلاء ډكه كړای شی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د رهبرۍ د خبرګانو د شورا له مشر او غړو سره په كتنه كې د مصر، تونس ، ليبيا او يمن وروستيو پیښو ته په اشارې سره وفرمايل په امريكا او لويدیځ پورې تړلې ديكتاتوران په يوه بل پسې نسكوریږی او د ملتونو راتلونكی له ډ‌ول ډول احتمالاتو سره مخ دی چې هغه بايد په ځير ډول وڅارل شی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د دينی پوهانو او عالمانو لخوا د سيمې د روانو بدلونونو په لاس كې اخيستل يو احتمال وباله او زياته یې كړه په دغو هيوادونو كې د آزادۍ او ډيموكراسۍ تر پوښښ لاندی په توپيرناك ظاهر سره د پخوانيو ديكتاتورو نظامونو د عواملو ستنيدل او په لويدیځ پورې د اړونده نظامونو د ټينګيدو ستر خطر نورې احتمالی موضوعګانی دی.
ښاغلی حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای ټينګار وكړ په دغه پيچلو حالاتو او وضعيت كې د دينی ولسواكۍ د موضوع مطرحول د سيمې له ملتونو سره مرسته كولای شی او د امام خمينی (رح) په يادګار او ډالۍ سره د هغوئ اړتياوې له مينځه وړی او د سيمې د ملتونو راتلونكی روښانه او دا اجازه ورنكړی چې دښمنان له موجودی تشې استفاده وكړی.
857061
captcha