د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی محمود احمدی نژاد نن حامد كرزی ته په يوه پيغام كې د استاد ربانی په شهادت د خواشينۍ په څر ګندولو سره وويل
بسملله الرحمن الرحيم
انالله وانا اليه راجعون
ښاغلی حامد كرزی صيبه
د اسلامی افغانستان ولسمشره
سلام عليكم
بې شكه د افغانستان د خلكو له حا كميته، سولې، د ملی ایډيال د پرمختګ او خپلواكۍ په دفاع كې د هغه لوړ رول د پلان شوی ترهه ګرۍ د خوښې وړ نه وو او د هغه ترور یې په خپلې ايجنډې كې راوسته.
د افغانستان د سولې د لوړې شورا مشر برهان الدين ربانی پرون مازیګر له څلورو نورو كسانو سره يو ځاې په كابل كې په خپل كور كې په ځان وژونكی حملې كې شهيد شو.
طالبانو د هغه د ترور مسوليت منلې دې.
د برهان الدين ربانی په ترور پسې د بيلا بيلو هيوادونو مسولانو دغه ترور وغنده.
865490