
د ایکنا د راپور له مخې چې د الاهرام ورځپاڼې څخه ئې نقل کړی راغلي دي، د قرآن دغه تلاوت د انسان سورې له ۱۴ آیت څخه دی:
«وَدَانِيَةً عَلَيْهِمْ ظِلَالُهَا وَذُلِّلَتْ قُطُوفُهَا تَذْلِيلًا»
ژباړه: «د جنت د وَنو سیوري به پر هغوی نږدې وي او مېوې به ئې د ټولولو لپاره په بشپړه توګه ورته آسانې او د لاسرسي وړ وي.
دغه تلاوت هره شپه د مصر په وخت د شپې په ۱۱ بجو د قرآن راډیو د یوه مشهور پروګرام؛ د ایمان له باغونو څخه خوشې ؛ له لارې خپرېږي.
شیخ ابراهیم شعشاعي په ۱۹۳۰ کال کې د مصر د پلازمېنې Cairo په تاریخي او اصیلې سیمې «درب الاحمر» کې وزېږېد.
هغه د شیخ عبدالفتاح شعشاعي زوی و او د دوي د کورنۍ په اصل کې د مصر د منوفیه ولایت د اشمون ولسوالۍ د «شعشاع» کلي اوسېدونکې ؤ.
شیخ عبدالفتاح وروسته قاهرې ته کډه وکړه او په درب الاحمر سیمې کې مېشت شو؛ هماغه ځای چې شیخ ابراهیم پکې وزېږېد.
شیخ ابراهیم د ماشومتوب په کلونو کې قرآن کریم حفظ کړ او د قرآني علومو او تلاوت زده کړه ئې ترلاسه کړه.
د دغه مصري قاري د شهرت ستوری د ۱۹۵۰ لسیزې په لومړیو کې د خپل پلار تر څنګ راوخوت.
کله چې شیخ عبدالفتاح په ۱۹۶۲ کال کې وفات شو، ابراهیم شعشاعي د مصر په سیّده زینب جومات کې (Sayyida Zaynab Mosque ) د خپل پلار جانشین شو او په ۱۹۶۷ کال کې د مصر له راډیو سره ئې د رسمي قاري په توګه کار پیل کړ.
شعشاعي تل اعتراف کاوه چې د خپل پلار د تلاوت سټال او رودې پرې ژورې اغېزې کړی دی، او ویل ئې چې پلار ئې خپله د شیخ احمد ندا له سټایل او رودې اغېزمن شوی و؛ هغه قاري چې دشیخ محمد رفعت ( Sheikh Muhammad Rifaat )له نسله مخکې و.
شیخ ابراهیم د خپل ژور او پیاوړي غږ، د «ورش» روایت له مخې د قرآن تلاوت، د وقف او ابتدا د اصولو پر بشپړې واکمنۍ او د تلاوت پر وقار او متانت مشهور و.
له هغه څخه ګڼ شمېر ارزښتناک ثبت شوي تلاوتونه پاتې دي چې تر اوسه هم خپرېږي.
دغه مصري قاري د قرآن کریم د سفیر په توګه عربي او اسلامي هېوادونو ته سفرونه وکړل او د روژې مبارکې میاشتې په شپو کې ئې د بېلابېلو هېوادونو په قرآني محفلونو کې ګډون کاوه.
شیخ ابراهیم شعشاعي د ۱۹۹۲ کال د جون په ۹ وفات شو.
https://iqna.ir/fa/news/4357206