IQNA

د اسرائيلو سره د مصر د سولې د تړون فيصله به د ريفرينډم له لارې كیږی.

22:25 - January 01, 2012
د خبر لمبر: 2249370
بين المللی ډله: د مصر د اخوان المسلمين غورځنګ د مشر مرستيال ټينګار وكړ: تر هیڅ كومو شرائطو لاندې به اسرائيل په رسميت ونه پيژنو او د اسرائيلو سره د سولې تړون، ريفرينډم ته پریږدو څو د مصر خلك د هغه په هكله خپل نظر اعلان كړی.
رشاد بيومی په دوام كښې زياته كړه: د اخوان المسلين هیڅ كوم غړی به په راتلونكی كښې د اسرائيلی چارواكو سره تعامل ونه لری او زه به ځان ته هم دا اجازه ورنه كړم چې د مجرم او جنايتكار سره تعامل ولرم.
د مصر د اخوان المسلمين غورځنګ د مشر مرستيال د كيمپ ډيویډ په نامه د اسرائيلو سره د سولې د تړون په اړه ټينګار وكړ: مونږ د دغه موافقه ليك په هكله لازم قانونی اقدامات كوو او په يو ريفرينډم كښې به په دې هكله د مصر د ولس نظر هم وګورو.
دوی څرګنده كړه: په هر پريكړه ليك كښې دواړه خواوې د نظر د نوی كولو حق لری او لدې نه مخكښې د مصر خلكو د كيمپ ډيویډ تړون په هكله خپل نظر نه وو اعلان كړی.
رشاد بيومی په پائې كښې په دې بيان سره چې كيمپ ډيویډ د آزادۍ او د ملی حاكميت يوډول سپكاوی دی يادونه وكړه: دغه موافقه ليك په كار دی په پارليمان كښې مطرح شی چې پارليمان هم د هغه په اړه نظر وركړی. 926821
captcha