IQNA

د پيغمبر اكرم (ص) د رحلت د ورځې د نمانځلو لپاره په نجف ښار كښې د زيارت كونكو پراخ شتون

16:35 - January 22, 2012
د خبر لمبر: 2260940
بين المللی ډله: د نجف د ولايتی شوری امنيتی كمیټې وړمه ورځ د نبی اكرم حضرت محمدمصطفی (ص) د رحلت د كليزې د نمانځلو په موخه په دغه ولايت كښې د يولاك زيارت كونكو د شتون خبر وركړ.
د صوت العراق خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د نجف د ولايتی شوری امنيتی كمیټې اعلان وكړ: له عربی او غير عربی هيوادنو نه تقريبا يولاك زائران د پيغمبر اكرم حضرت محمدمصطفی (ص) د وفات د كليزې په مراسمو كښې د ګډون لپاره نجف اشرف ښار ته تللی دی او د هغوی د استوګنې او نورو ضرورتونو لپاره لازم امكانات او وسائل چمتو شوی دی.
د نجف د ولايتی شوری د امنيتی كمیټې رئيس لوی الياسری هم څرګنده كړه: دغه زيارت كونكی به نن يعنې د روانې دلوې د مياشتې په دويمه نیټه د حضرت امام علی (ع) په پاكه روضه كښې د نبی اكرم حضرت محمدمصطفی (ص) د وفات د كليزې په مناسبت وير او ماتم كوی.
الياسری همداراز ووئيل: دا زيارت كونكی د اسلامی ايران، لبنان، د فارس خليج د څنډې له هيوادونو، امريكې، اروپا او د ايشيا له مختلفو هيوادونو څخه دی.
د وئيلو ده چې هر كال د صفرې د مياشتې په ٢٨ نیټه د اسلام د ګران قدره پيغمبر حضرت محمدمصطفی (ص) د وفات د كليزې په وخت د عراق له مختلفو ولايتونو او له بهرنيو هيوادنو څخه په زرهاو زيارت كونكی د دغه عظيم الشانه پيغمبر (ص) د رحلت د كليزې د نمانځلو له پاره د امير المومنين حضرت امام علی (ع) پاك حرم ته ورځی. 938652
captcha