د alnilin خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د خرطوم د بين المللی قرآنی مقابلو د پائې او د دريمې دورې د غوره كسانو د قدرونې مراسم تيره شپه د خرطوم ښار په الصداقه نومی هال يا سالون كښې ترسره شول.
د سوډان ولسمشر عمرالبشير په دغو مراسمو كښې په ګډون كولو سره څرګنده كړه: د خرطون بين المللی قرآنی مقابلې په كار دی په كلنۍ توګه ترسره شی څو د قرآن د نورو نړيوالو مقابلو سره يوشان شی او ټولو مسئولو ډلو ته پكار دی چې په مادی او اداری مرستو سره د دغو مقابلو حمايت وكړی.
د سوډان ولسمشر همداراز څرګنده كړه: قرآن زمونږ شريعت او قانون دی او مونږ د سوډان اوسيدونكی په قرآن باندې په تمسك سره خپل هيواد د دښمنانو له شر نه ساتو. 939610