د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له المنار خبری چينل یې نقلوی چې د ملګروملتو سرمنشی بان كی مون هم دا راز سوله ايزې مظاهرې او اعتراضونه د بحرين د ولس قانونی حق وباله او تينګار ئې وكړ د مظاهرو په كولو كې دې د بحرين د ولس حق بايد محترم وګڼل شی.
بان كی مون په بحرين كې له ټولو ښكيلو لورو وغوښتل له زغمه په كار اخستو سره دې له تاؤتريخوالی ډډه وكړی.
دا په داسې حال كې دی چې د بحرين ځوانانو له څو ورځو راهسې په درست هيواد كې د آزادۍ يا شهادت په نامه د خپل انقلاب نوی څپه پيل كړې ده چې آل خليفه رژيم ئې لالهانده كړی دی.
984587