IQNA

په پاكستان كې د امام حسين عليه السلام دسيرت د جاجونی په عنوان سره سيمينار تر سره كیږی

10:08 - June 23, 2012
د خبر لمبر: 2352058
د تفكر او نظر ډله: دپاكستان په پينجاب ولايت كې په جهنګ ښار كې د شعبان المعظم په درېمی نیټی د حضرت امام حسين عليه السلام د نيكمرغه زوكړې په مناسبت يو سيمينار تر سره كیږی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، دا سيمينار د ځای وخت په مطابق سهار نهه بجې شروع كیږی په دې سيمينار كې به علامه ساجد علی نقوی نور دينی عالمان او مذهبی مفكران او نور ښاريز په زيات شمير سره ګډون كوی دا پروګرام به د ماښام لمانځه پورې دوام ولری. د دې كانفرنس عنوان دې د حضرت امام حسين عليه السلام د سيرت جاجول.
په دې سيمنار كې دينی عالمان او مذهبی مفكرين د حضرت امام حسين عليه السلام په پاك سيرت به خبرې كوی او ذاكران په منقبتونه وړاندې كوی.
1035243
captcha