د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «Palestine Info» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ،د صهيونېسټ رژيم د جېلونو تفتيش كوونكی ځينې وختونه په فلسطينی ماشومانو باندې له تشدد او شنكنجې نه علاوه په هغوی باندې جنسی حملې كوی.
د فلسطين د سركاری شمېرنې مطابق په تېرو لسو كلونو كښې تقريباً نهۀ زره فلسطينی ماشومان له مقبوض فلسطين او لويدیځې غاړې څخه د اسرائيلی ځواكونو په لاسو نيول شوی او په جېلونو كښې اچولې شوی دی.
محمد نومې يو ماشوم په دې باره كښې وائی: يو اسرائيلی تفتيش كوونكی به هغۀ ته دړكې وركولې چې كه د صهيونېسټو فوځيانو په لور د كاڼو د ويشتو له اعتراف نه د ډډه كولو په صورت كښې به ورسره جنسی بدفعلی وكړی.
يو بل ماشوم ويل چې اسرائيل ځواكونو هغه مجبور كړے ؤ چې د اسرائيلو لپاره د جاسوسۍ ، د شكنجې،جنسی ازار، په اسرائيلی ګزمې باندې د كوكتل مولوتف د غورزولو په اعتراف او قېدی كېدو كښې يو غوره كړه.
د بشری حقوقو د تنظيم مدير شوان جبارين وويل: اسرائيلی تفتيش كوونكی نيول شويو فلسطينی ماشومانو ته تجويز وړاندې كوی چې له دغو جسمانی ازارونو او زورونو څخه د نجات لپاره دې د هغوی لپاره جاسوۍ ته غاړه كېږدی.
هغۀ زياته كړه: صهيونېسټ رژيم له اتلسو كالو نه د كم عمره ماشومانو د نيولو په حقله د جنيوا د څلورم كنونشن ټول قوانين ترپښو لاندې كوی.
هغۀ له ملګرو ملتو او د بشری حقوقو له تنظيم نه وغوښتل چې زر ترزره دې اسرائيلی رژيم د ماشومانو په حقله د حقوقو خيال ساتلو او له جېلونو څخه د ټولو ماشومانو ازادولو ته مجبور كړی.
1047912