IQNA

د ((دبۍ انعام)) نومې د قرانی سياليو د كال اسلامی شخصيت له امريكې څخه انتخاب شو

16:45 - July 11, 2012
د خبر لمبر: 2366411
نړيواله ډله: د دبۍ انعام نومې د قران شريف د نړيوالو سياليو د شپاړسمې دورې جوړوونكې كمېټۍ تازه مسلمان شوے امريكې مبلغ يوسف سټېس د روان ٢٠١٢ كال د اسلامی شخصيت په توګه انتخاب او معرفی كړ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اماراتو چاپ البيان ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، يوسف سټېس په ١٩٤٤ كال كښې زېږېدلے دے او تازه یې د اسلام مبين قبول كړے دے،هغۀ له مسلمانېدو نه مخكښې جوزف اېډورډ سټېس نوم لرۀ.
يوسف سټېس د امريكې په يو پروټېسټی مسيحی كورنۍ كښې پېدا شو او د يو پادری په توګه یې په دغه هېواد كښې فعاليت كوۀ.
هغۀ په ١٩٧٤ كښې د هنر په څانګه كښې د اېم اے ډګری واخېسته او همدا رنګ یې په الهياتو كښې پی اېچ ډی وكړه.
يوسف سټېس په ١٩٩١ كال كښې له محمدعبدالرحمن نومې يومصری سره له كتنې او بيا وروسته له اسلام سره له اشنائۍ نه پس داسلام مبين دين قبول كړ او له هغۀ وروسته د هغۀ ښځه،پلار او مور هم مسلمانان شول.
دغه تازه مسلمان شوے امريكائی عربی ژبه او اسلامی مطالعات له ١٩٩١ كال نه تر ١٩٩٨ كال پورې په مصر،مراكش او تركيه كښې زده كړل. هغه په اوس حال كښې په امريكا كښې د اسلام په باره كښې زيات تبليغی فعاليتونه كوی.
د يادونې ه چې د دبۍ انعام نومې د قران شريف د نړيوالو سياليو جوړونكې كمېټی هر كال يو تن دكال د لوړاسلامی شخصيت په توګه انتخابوی او په يو لړ مراسمو كښې د اسلامی د خدمت په لړ كښې د هغۀ د فعاليتونو په قدرونه كښې د هغۀ ستائېنه كوی.
1048708
captcha