د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی انقلاب انتشارات او خپرونې چې تراوسه ئې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر بيانات د سی ډيز او سافټ وئيرز په چوكاټ كښې توليدول، اوس په اتو سافټ وئيرونو او سی ډی ګانو سره د قرآن كريم په شلم نړيوال نندارتون كښې ګډون كوی.
د ولايت وږمه، د ولايت حديث، تل پاتې غږ، تل پاتې چوكاټ، د شرح ماجرا صوتی كتاب، د غزل ضيافت، د آئينی شاعرانو محفل او پنځلسمه شپه هغه سافټ وئيرونه او سی ډيز دی چې د اسلامی انقلاب د خپروندوې په غرفه كښې وړاندې كیږی. 1064327