د عراق د ناصريه ښار د دارالقرآن موسسې مدير رعد عدنان الناصری د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دې مطلب په اعلانولو سره وويل: د ناصريه د قران رېډيو خپلې ازمېښتی خپرونې له تقريباً درې مياشتو مخكښې نه شروع كړې و او د دغه رېډيويی چېنل رسمی خپرونې له پرون څخه شروع شوې.
د ناصريه د پېوستون رسانه ای موسسې جنرل ډائرېكټر يحيی الناصری هم په دې باره كښې وويل: دا د قران وړومبنے رېډيوی چېنل دے چې د عراق په جنوب كښې افتتاح شو او د قرانی علومو په بحثونه او د قران مجيد تلاوت به خپروی.
هغۀ زياته كړه د ناصريه قران رېډيو د روژې دمباركې مياشتې په مناسبت خپلې رسمې خپرونې پرون په اېف ايم او په ٨٨.٤ فرېكيونسۍ سره افتتاح شوې.
1069478