IQNA

د مسلمانو محصلينو د قرآن بين المللی مقابلې دې د اسلامی نړۍ د پوهانو لپاره سيمبول جوړ كړی

18:18 - August 09, 2012
د خبر لمبر: 2389129
د قرآنی فعاليتونو ډله: په قرآنی چارو كښې د ايران د اسلامی كلتور او ارشاد د وزير قائم مقام د مسلمانو محصلينو د قرآن په بين المللی مقابلو كښې د اسلامی نړۍ د پوهانو لپاره د سوچه اسلام د يوهراړخيز سيمبول د وړاندې كولو غوښتنه وكړه.
د ايران د قرآنی فعاليتونو د غږملتيا، پراختيا او ترويج د غږملتيا د مركز رئيس حجت الاسلام والمسلمين حميدمحمدی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د مسلمانو محصلينو د قرآن د بين المللی مقابلو د څلورمې دورې د ترسره كولو په هكله څرګنده كړه: د ايران اسلامی جمهوری نظام له هغه ځايه چې د قرآنی حق او عدل د حكومت په اساس ئې بڼه نيولې ده، خپل ټول هويت له قرآن نه اخلی.
په قرآنی چارو كښې د اسلامی كلتور او ارشاد د وزير قائم مقام په دوام كښې ووئيل: په دې حقيقت پكار دی ټوله نړۍ پوهه شی چې ايران په همهغه قرآن باندې عقيده لری چې ټول مسلمانان ورباندې باوری دی او په همهغه عترت باندې معتقد دے چې حديث ئې ټولو فرقو او خواؤ نقل كړے دے او ايران د هغو سوچه حقايقو په لاره روان دے كوم چې د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) بيان كړی دی.
دوی زياته كړه: مونږ باوری يو چې هغه بيداری چې زمونږ ولس ٣٢كاله مخكښې رامينځته كړه او درې لسيزې وروسته دغې اسلامی بيدارۍ په نړۍ كښې ځان څرګند كړ، ټوله له قرآن كريم نه اخذ شوې ده.
حجت الاسلام محمدی ووئيل: د مسلمانو محصلينو د قرآن بين المللی سيالۍ د دې لپاره يو لوړ ګام دے چې د دغه حقيقت رښتنې غږ د نړيوالو غوږونو ته ورسوۀ او ټول خلك د قرآن كريم په لور هراړخيزې ستنيدنې ته راوبولو. قرآن كريم ته دغه جامع او هراړخيزه ستنيدنه ډيره مهمه ده. 1074046

captcha