دبۍ ته د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د لېږل شوی خبريال د رپوت له مخې د قران شريف د حفظ د نړيوالو سياليو نتائج په داسې حال كښې اعلان شول چې هیڅ يو كس د وړومبی تن په توګه د كويت د نمائنده دنوم د اورېدو اميد نۀ لرۀ. په هال كښې موجودو زياترو حافظانو د اېكنا له خبريال سره په مركو كښې وويل چې د كويت نمائنده د داورانو د كمېټۍ پوښتنو ته په ځواب ويلو كښې د دريو غلطيانو په كولو سره په وړومبيو لسو تنو كښې هم د راتلو چانس نۀ لرۀ.
همدارنګ د سياليو په دغه دوره كښې د تركی نمائنده د دې په بيانولو سره چې ايرانی حافظ د ترټولو لوړ مقام حاصلولو لائق ؤ وويل: څرګنده ده چې د سياليو په نتائجو كښې ډېره بده لاس وهنه شوې ده او په وړومبی مقام كښې د كويت د نمائنده او په وړومبنيو لسو تنو كښې د سعودی عرب د نمائنده راوست چې دواړو ډېرې زياتې غلطيانې كړې وې د بې انصافۍ بيانوونكی دی.
د ايران اولس كلن حافظ محمد جواد مجد هم چې د سياليو د دغې دورې په دولسم مقام كښې راغلے دے تاكيد وكړ چې هم هغه ډول چې مخكښې مې هم ويلی وو په دغو سياليو كښې داوری په هیڅ وجه تخصصی نه ده او د تجويد، حفظ، صوت او لحن په شمول ټولو مواردو ته امتياز وركولو له دغه سيالۍ له تخصصی حالت نه په عمومی حالت بدلې كړې دی.
1074672