د ادب ډله: د قرآن كريم د شلم بين المللی نندارتون د قرآنی تحقيق او خبرواترو د برخې مدير په دغه برخه كښې په فارسی، عربی او انګريزی دريو ژبو باندې په مختلفو برخو كښې د دريو زرو دينی او قرآنی آثارو د وړاندې كيدو خبر وركړ او وئې وئيل: له دغو آثارو څخه ٥٠٠عنوانونه د وړومبی ځل لپاره په نندارتون كښې وړاندې شوی دی.
د قرآن كريم د شلم بين المللی نندارتون د قرآنی تحقيق او خبرواترو د برخې مدير حجتالاسلام و المسلمين مجيد حيدری فر د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د نندارتون د دې برخې فعاليتونو ته په اشارې سره ووئيل: د نندارتون په دې روانه دروه كښې د قرآنی تحقيق او خبرواترو برخه د قرآنی كارپوهانو په شتون سره دوه كلی برنامې يعنې تخصصی او غيرتخصصی تعقيبوی.
حيدری فرد ماضی شناسۍ برخې ته اشاره وكړه او وئې وئيل: په دې موخه په مختلفو تحقيقاتی موضوعاتو كښې درې زره كتابونه مراجعه كونكو ته وړاندې شوی دی. له دغه شمير نه ٥٠٠ آثار په وړومبی ځل د قرآنی تحقيق او خبرواترو په برخه كښې وړاندې شوی دی. په نندارتون كښې دغه مركز په ټول ايران كښې يوازنې ځائې دے چې د ټولو موضوعاتو ډيرې نوې او ډيرې زړې سرچينې د هغو په حوالو سره په هيواد كښې په يوځائې وړاندې كوی. 1075479