د ايران قرانی خبری اېجنسۍ ( اېكنا) د اماراتو د سركاری خبری اېجنسۍ (وام) په نقل سره رپوټ وركړ، دغه فېسټيوال به د زمری دمياشتې تر ٢٥ نېټې پورې دوام ومومی او له عربی ، اسلامی او غېر اسلامی ١٢ هېوادونو څخه ٣٠ خوشنويسان به پكښې ګډون كوی.
په دغه فېسټيوال كښې به هر يو خوشنويس د قران شريف د يوې پارې خوشنويسی كوی او د قران په دغه خوشنويسۍ كښې به ساهی او د كرښو ډول او حجم يو شان وی.
د ټولنې د پراختيا په چارو كښې د اماراتو د كلتور،ځوانانو او پراختيا د وزارت مرستيال او د قران شريف دخوشنويسۍ د څلورم فېسټيوال د كمېټۍ مشرحكم الهاشمی وويل: له عراق، مصر، سعودی عرب، اردن، شام، فلسطين ، الجزائر، ايران، تركی ، برطانیې او جرمنی څخه يو شمېر خوشنويسان به په دغه فېسټيوال كښې ګډون كوی.
1075475