د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم خبری چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، په داسې حال كښې چې په عامه توګه په مختلفو هېوادونو كښې د قدس د نړيوالې ورځې مظاهرې له ماسپښين سره نزدې وختونو كښې شروع كیږی د بحرېن الوفاء اسلامی غورځنګ سږ كال د امام خمينی (رح) په فرمان باندې د عمل كولو لپاره د قدس د نړيوالې ورځې مظاهرې د پېشمنی له وړومبيو وختونو څخه شورع كوی.
دغه غورځنګ په خپله بيانيه كښې زياته كړې شوې ده: د قدس د نړيوالې ورځ په موقع زمونږ مظاهرې به د اسلام په احكامو باندې د عمل، د اسلامی او عربی ملتونو په وحدت باندې تاكيد، او همدارنګ د امريكې او صهيونېسټ رژيم او په سيمه كښې د هغوی د دسيسو او سازشونو په مقابل كښې په مقاومت باندې د پخلی لپاره جوړې شی.