IQNA

د لبنان او مېنځنی ختیځ مسيحيان دې لويدیځ ته د اسلام صلح غوښتونكې څېره معرفی كړی – مسيحی پادری

22:10 - August 18, 2012
د خبر لمبر: 2395887
نړيواله ډله: و لبنان د مارونيانو پادری د مېنځنی ختیځ له مسيحيانو څخه وغوښتل چې له مذهبی او قومی لانجو سره د مقابلې لپاره دې د صلحې او ارامښت د دين په توګه د اسلام حقيقی څېره لويدیځ ته معرفی كړی
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د lorientlejour د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د لبنان مارونی پادری پطرس بشاره راعی پرون د زمری د مياشتې په ٢٧ نېټه په عكار ښار كښې په خپله يوه وېنا كښې وويل:د لبنان او مېنځنی ختیځ مسيحيانو ته پكار دی چې د صلحې او ارامښت دين اسلام دې لويدیځ ته چې یې د خشونت او تشدد د دين په توګه معرفی كوی په صحيح توګه معرفی كړی چې لويدیځی عوام د اسلام له حقيقی څېرې څخه خبر شی.
هغۀ زياته كړه: د لبنان مسلمانانو ته هم پكار دی چې په خپل واری مسيحيت چې د بركت او خبرو اترو دين دے اسلامی نړۍ ته معرفی كړی.
هغۀ وويل: مسيحيت د صليبی جنګونو او استعمار ميراث نۀ دے؛ د لبنان اوسيدونكی له مختلفو دينونو سره كولې شی د اسلام او مسيحيت د صلحې پېغام ټولې دنيا ته منتقل كړی.
هغۀ زياته كړه اسلام او مسيحيت دواړه الهی دينونه او له يو بل سره وابسته دی او لبنان د مسلمانانو او مسيحيانو د كوربا په توګه له دغو څخه په يو دين باندې سترګې نۀ شی پټولې.
1081504
captcha