
یکنا د «الکفیل» نړیوال چینل له قوله راپور راکړی چې د محرم د میاشتې د هرکلي لپاره د امام حسین(ع) او حضرت عباس(ع) د حرمینو په صحنونو او په بینالحرمین کې د تورو بیرغونو او د ویر نښو نښانو د لګولو لړۍ پیل شوې ده.
په همدې تړاو، د حسیني آستان د ساتنې د ادارې مشر، عبدالحسین محمد، اعلان وکړ چې د محرم الحرام د میاشتې د رارسېدو په مناسبت د امام حسین(ع) په سپېڅلي حرم کې د تورو کتیبو او بیرغونو د نصبولو چارې پیل شوې دي.
هغه وویل: «دا اقدامات د دې لپاره ترسره کېږي چې د محرم الحرام میاشتې هرکلی وشي او د امام حسین(ع)، د هغه د کورنۍ او وفادارو یارانو د شهادت د ویر مراسم په ډېرې ولولې او عظمت سره ترسره شي. دغه کارونه د ستر دیني مرجعیت د استازي په مستقیمه لارښوونه روان دي.
عبدالحسین محمد زیاته کړه: «زمونږ موخه دا ده چې حسیني سپېڅلی صحن په تر ټولو غوره او ښکلي بڼه چمتو شي، څو د هغو ګڼشمېر زائرانو او ماتمکوونکو هرکلی وکړي چې د محرم الحرام د مراسمو د احیا لپاره کربلا ته راځي.»
د امام حسین(ع) او حضرت عباس(ع) سپېڅلې آستانونه هر کال د محرم الحرام میاشتې له رانږدې کېدو سره سم، د بېلابېلو خدمتونو د طرحو او پراخو همغږیو له لارې ځانونه د حضرت اباعبدالله الحسین(ع) د مینهوالو د کوربتوب لپاره چمتو کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4357789