
ایکنانیوز د «نیشن» ورځپاڼې له قوله خپور کړی چې پکې راغلي دي، دغه غوښتنې د «د عزادارۍ د چمتووالي کنفرانس» په ترڅ کې مطرح شوې چې د پاکستان د جعفري اتحاد له خوا د کراچۍ ښار په نیشتر پارک کې جوړ شوی و.
په دغه کنفرانس کې دیني عالمانو او د پاکستان د مهمو شیعه ډلو او تنظمیونو استازو د راتلونکې محرم میاشتې په جریان کې د عزادارۍ د مراسمو د ګډونوالو د امنیت د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار وکړ او د اسلامي یووالي د پیاوړتیا او د محرم د مراسمو د مسئولانه او منظمې ترسره کېدو غوښتنه ئې وکړه.
په کنفرانس کې د مذهبي ګوندونو او تنظیمونو استازو، د عزادارۍ د دستو غړو، د جوماتونو او حسینیو متولیانو، ټولنیزو شخصیتونو او رضا کارو ډلو ګډون کړی و.
دغه کنفرانس د جعفري اتحاد د مشر، علامه سید شاهنشاه حسین نقوي، په مشرۍ ترسره شو او د ګڼو شیعه بنسټونو او تنظیمونو استازو پکې ګډون درلود. په دغو اورګانونو کې د شیعه علماوو شورا، د مسلمانانو د وحدت شورا، د عزادارۍ مرکزي اداره، د امامیه محصلینوتنظیم(آئي ایس او)، د امامیه ذاکرانو شورا، د خوجه اثناعشري شیعه ټولنه، د پاکستان د محرم ټولنه، د پیغام ولایت بنسټ او یو شمېر نور مذهبي او ټولنیز بنسټونه شامل وو.
ګډونوالو د محرم میاشتې لپاره د چمتووالي اړوند بېلابېلې موضوعګانې وڅېړلې، چې پکې د مراسمو تنظیم، امنیتي ننګونې او هغه لارې چارې شاملې وې چې د مذهبي غونډو او جلوسونو د خوندي او منظم ترسره کېدو ضمانت وکړي.
سید شاهنشاه حسین نقوي په خپلې وینا کې وویل چې د روان کال محرم د نړیوالو کړکېچونو او تاوتریخوالي د زیاتوالي له امله ځانګړی اهمیت لري. هغه زیاته کړه چې د اهلبیتو(ع) د مکتب او شیعه ټولنې پر وړاندې د نړۍ مخ په زیاتېدونکې لېوالتیا د علماوو، واعظانو او عزادارانو پر اوږو دا لا ستر مسئولیت اچوي چې د امام حسین(ع) پیغام خلکو ته ورسوي.
هغه د محرم له مناسبتونو څخه د عدالت، حق، اسلامي یووالي او د اهلبیتو(ع) د ښوونو د خپرولو پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل چې ټولنه باید خپل مینځي همغږي پیاوړې کړي او له مذهبي اختلافاتو او تفرقې څخه ډډه وکړي.
نقوي همدارنګه د پاکستان له چارواکو وغوښتل چې د امام حسین(ع) د عزادارۍ د غونډو او جلوسونو د ساتنې لپاره پراخ امنیتي تدابیر ونیسي او د مذهبي مراسمو د اسانه او منظم ترسره کېدو زمینه برابره کړي.
هغه د حکومتي ادارو او مذهبي بنسټونو ترمینځ د همکارۍ اهمیت هم یاد کړ او وې ویل چې د محرم د عزادارۍ د مراسمو پر مهال د یوه خوندي او باثباته چاپېریال رامنځته کول ګډو هڅو ته اړتیا لري.
د کنفرانس ګډونوالو هیله څرګنده کړه چې له اړوندو چارواکو سره همغږي به دوام ومومي، څو د مراسمو د ګډونوالو امنیت خوندي شي او د امام حسین(ع) د غورځنګ یاد په ټول هېواد کې په منظم، باعزته او خوندي ډول ولمانځل شي.
https://iqna.ir/fa/news/4357869