
یکنانیوز د الجزیره له قووله راپور راکړ ، هغه څه چې په دې وروستیو کې د مصر د قرآن راډیو له استاد منشاوي څخه خپاره کړي، یوازې زاړه او له آرشیونو ویستل شوي ثبتونه نه دي، بلکې د داسې یو غږ نوې موندنه ده چې که څه هم خاوند ئې څو لسیزې وړاندې وفات شوی، خو لا هم د میلیونونو خلکو په زړونو کې ژوندی دی.

کله چې د مصر د قرآن راډیو د دغه ستر خداي بخښلي مصري قاري، محمد صدیق منشاوي، نادر او کمساری تلاوتونه خپاره کړل، نو دغه تلاوتونه په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو د پاملرنې مرکز وګرځېدل. د منشاوي نوم څو ورځې پرلهپسې په تر ټولو ډېر بحث کېدونکو موضوعاتو کې و او حتی له مهمو ورزشي او خبري پېښو هم مخکې شو. دغه ښکارندې یوه پخوانئ پوښتنه بیا راژوندۍ کړه: کوم راز دی چې د منشاوي غږ تر نیمې پېړۍ ډېر وخت وروسته ئې هم ژوندی او محبوب ساتلی دی؟
د مصر د قرآني تلاوت د ادارې پخواني مشر، شیخ احمد عیسی المصراوي، څرګنده کړه چې هغه په خپله د دې نوې نسخې تلاوت اورېدلی او پکې یې «د غږ داسې نرمي او روحانیت» احساس کړی چې په تېرو لسیزو کې په خپرېدونکو نسخو کې نه و موجود.
المصراوي باور لري چې دغه ځانګړنې هر هغه څوک په اسانۍ درک کولی شي چې نوې ثبت شوې نسخه له پخوانیو ثبتونو سره پرتله کړي.

خو هغه څه چې المصراوي ئې تر ټولو زیات حیران کړی، دا دي چې ولې دغه ټیپونه دومره اوږده موده له خلکو پټ ساتل شوي وو. هغه پوښتنه کوي: که شیخ منشاوي د بیا ثبت غوښتنه کړې وه، راډیو ورسره موافقه کړې وه او کمېټې هم په رسمي ډول نوې نسخه تصویب کړې وه، نو ولې دا ثبتونه نږدې شپېته کاله په آرشیف کې پاتې شول؟
د المصراوي په وینا، منشاوي یوازې یو ماهر قاري او یا د ښکلي غږ خاوند نه و، بلکې هغه د اجرا لوړ کیفیت، دقت، بشپړ مهارت، د غږ ښکلا او ژور روحانیت په یو وخت کې سره یوځای کړي وو.
نوموړي زیاته کړه چې د وروستیو کلونو تجربې ثابته کړې چې د منشاوي دغه بېسارې محبوبیت هېڅ کم شوی نه دی. هغه وایي: «سړی په سختۍ سره داسې ځای موندلی شي چې هلته د شیخ منشاوي غږ ونه اوري»، ځکه الله تعالی دغه قاري ته داسې ځانګړی قبولیت ورکړی چې له بل هېڅ قاري سره د پرتلې وړ نه دی.
کله چې له المصراوي څخه وپوښتل شول چې د مصر د سترو قاریانو له منځه د چا غږ د هغه زړه ته تر ټولو نږدې دی، نو هغه پرته له ځنډه ځواب ورکړ: «شیخ منشاوي».

https://iqna.ir/fa/news/4357036