IQNA

په نایجریا کې پر نابیناؤ د بریل خط قرآنونه ووېشل شول

13:46 - June 14, 2026
د خبر لمبر: 3492907
ایکنا - د قطر د قرآن کریم ۹۹۴ نسخې چې د « بصیرت مصحف» په نوم یادېږي، د نایجریا د نابیناؤ او کم‌بینا نجونو او هلکانو ترمینځ ووېشل شوې.

د ایکنا د راپور له مخې چې د «الرایه» له خبري سرچینې یې نقل کړی راغلی دي، دغه قرآنونه د قطر د خیریه بنسټ له لوري او د قطري خیر غوښتونکو په مالي ملاتړ برابر شوي وو، څو د خداي تعالی کتاب د نایجریا د ۱۱ ایالتونو هغو کسانو ته ورسول شي چې د لید له ستونزو سره مخ دي.

دغه نوښت په داسې حال کې ترسره کېږي چې په نایجریا کې د معلولیت لرونکو  او پرکوَټو کسانو شمېر د پام وړ زیات شوی دی. د دې هېواد د احصائېو د ملي ادارې د معلوماتو له مخې، نږدې ۶ سلنه وګړي له بېلابېلو معلولیتونو سره مخ دي او د لید کمزوري او ړوندوالی ئې له تر ټولو عامو ستونزو څخه شمېرل کېږي.

ملي سروې ګانې هم ښئي چې میلیونونه نایجریاوال د لید له مشکلاتو  سره مخ دي. د دیني او ښوونیزو اسانتیاوو د محدود تولید او د هغوی د لوړو لګښتونو له امله، دغو کسانو ته د لاسرسي وړ تعلیمي او دیني موادو اړتیا لا زیاته شوې ده.

په همدې موخه د قطر خیریه بنسټ د « بصیرت مصحف » ۹۹۴ نسخې چې په بریل خط لیکل شوې وې، په دوحې کې  له خپل مرکزي دفتر څخه نایجریا ته ولېږلې، څو په بېلابېلو ایالتونو کې اړمنو کسانو باندې ووېشل شي، په ځانګړي ډول هغو کم‌بینا کسانو ته ورسیږي چې  په دې طریقه قرآن کریم  لوستلی شي.

د وېش مراسم د نایجریا د سوکوتو ایالت په مرکز کې د دغه ایالت د والي، احمد علیو، په شتون کې ترسره شول. دا ګډون د دې نوښت په ملاتړ کې د حکومت د دریځ او د قطر د خیریه بنسټ او رسمي ادارو ترمنځ د بشري مرستو په اغېزمنو پروژو کې د همکارۍ څرګندونه کوي.

په دغو مراسمو کې ګډونوالو د دې ګام له امله خپله ژوره خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د بریل خط قرآن ترلاسه کول به دوی ته دا زمینه برابره کړي چې قرآن کریم په خپلواکه توګه ولولي، حفظ یې کړي او د هغه په مفاهیمو کې فکر او تدبر وکړي. د دوی په وینا، دا کار به د الهي وحی له کلام سره د دوی معنوي اړیکه لا پیاوړې کړي.

په همدې مراسمو کې د قطر خیریه بنسټ یو ځل بیا د نایجریا د تر ټولو زیان‌منو پرګنو د ملاتړ لپاره خپله ژمنتیا تازه کړه او ټینګار یې وکړ چې د هغو اغېزمنو نوښتونو پلي کولو ته به دوام ورکړي چې د خلکو لاسرسی زیاتوي، له زده‌کړو ملاتړ کوي او د نایجریا د ټولنې په پرمختګ کې مرسته کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4357850

captcha