IQNA

د ايران ولسمشر احمدی نژاد د اسلامی هيوادونو مشرانو ته د اختر مباركی وويله

18:32 - August 19, 2012
د خبر لمبر: 2396069
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر د اسلامی هيوادونو مشرانو ته په جلا جلا پيغامونو كښې د كوچنی اختر مباركی وويله.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې له ايرنا یې نقلوی چې د اسلامی ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد د كوچنی اختر په مناسبت د اسلامی هيوادونو مشرانو ته د مباركۍ په پيغام كښې هيله وكړه چې د اسلامی ملتونو او حكومتونو ترمينځ د دوستۍ او اړيكو پراختيا په دنيا او سيمه كښې د پايداره امنيت او د سولې د ټينګيدا سبب شی.
د ايران د پارلمان مشر علی لاريجانی هم د اسلامی هيوادونو د پارلمانونو مشرانو ته د كوچنی اختر په مناسبت د مباركۍ په پيغامونو كښې وويل نيكمرغه كوچنی اختر د دښمانانو په وړاندې د اسلامی امت د ورورګلوۍ، وحدت او يو زړه توب د تړون دكولو وخت دی.
په اكثرو اسلامی هيوادونو كښې نن كوچنی اختر لمانځل كیږی. په ايران اسلامی جمهوريت كښې هم نن كوچنی اختر دی. نن به د ايران په ټولو ښارونو، كليو او سيمو كښې د كوچنی اختر لمونځ ترسره شی.
په تهران كښې هم د كوچنی لمونځ د ايران د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه په مشرۍ په تهران پوهنتون كښې تر سره كیږی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) ټول كاركونكی تاسو ګرانو پښتنو وروڼو ته او په تيره بيا د دنيا ټولو مسلمانانو ته د كوچنی اختر په مناسبت د زړه له كومې مباركی وايی. خدای دې وكړی چې دغه اختر مو په خوشحالۍ سره تير شی.

http://www.president.ir/fa/40683

http://www.farsnews.com/newstext.php?nn=13910529000103

captcha