د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (ايكنا) د Palestine Info داطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د عينی شاهدانو له قوله په لسګونو فلسطينيانوپرون د وږی د مياشتې په ٤ نېټه په بېت عمر سيمه كښې د استوګن ښارګيو او د بېلتون د ديوال د جوړولو په خلاف مظاهرې وكړې خو د دغه ښار په جنوب كښې د كارمی تسور نومې صهيونېسټ مېشته ښارګی ته په محض نزدې كېدو سره د صهيونېسټ عسكرو د حملې هدف وګرځېدل.
د غاصب صهيونېسټ رژيم ځواكونو په مظاهره كوونكو باندې د اوښكې بيوونكی ګېس په شېندلو او ډزو كولو سره يو شمېر مظاهره كوونكی شهيدان او ژوبل كړل.
صهيونېسټ مېشته ښارګی جوړونه يو داسې اقدام دے چې د صهيونېسټی حكومت د مضبوطولو او د فلسطينی تشخص د ختمولو او د فلسطين د قبضې لپاره تر صهيونېسټ رژيم ترې د يوې تګ لارې په توګه استفاده كوی. د صهيونېزم مشرانو ((په موعود زمكه كښې د مېشته والی)) طرح د خداے پاك غوره كړې شوی ملت ته د الهی وعدې په توګه د يهوديانو په ذهنونو كښې اچولې ده چې په دې ذريعې سره د يهودو مېشته ښارګی استعمار په دغه زمكه كښې د لويدیځ د نفوذ لپاره د يو نۀ بدلېدونكی اصل په توګه په هغوی باندې قبول كړی.
1084988