د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د المنار ټيلی ويژنی چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د لبنان د حزب الله د نړيوالو تعلقاتو مسئول عمار الموسوی پرون د وږی د مياشتې په اومه نېټه په لبنان كښې د ملګرو ملتو له خصوصی نمائنده رابرټ واټكنز سره په كتنه كښې د خپل هېواد عمومی حالات، په شام كښې د تښتول شويو لبنانيانو د كېس متعلق بدلونونه او د يو تښتول شوی حسېن علی عمر ازادی وڅېړله.
عمار الموسوی په دغه كتنه كښې د صهيونېسټ رژيم لخوا د لبنان د هوائی او زمكنی حريم مسلسله خلاف ورزی او د لبنان د حكومتی بنسټيزو جوړښتونو او ودانيو د هدف ګرځولو په اړه د اسرائيلو د د وزيراعظم بنيامين نتانيا هو ګواښ وغندۀ او د دغه ګواښ په وړاندې یې د نړيوالو ټولنو په خاموشۍ باندې نيوكه وكړه.
1087433