د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې د انډونېشيا د مذهبی چارو وزير وړمه ورځ د وږی د مياشتې په لسمه نېټه د دغه هېواد د سولاوسی جزېرې په پالو ښار كښې وويل: انډونېشيا يو داسې اسلامی هېواد دے چې پكښې د دينونو ترمېنځ ښه او سوله ايز تعلقات مشهور دی.
سوريادارما علی څرګنده كړه: په دغه هېواد كښې د مختلفو دينونو د مهمو ورځو په مناسبت سركاری چوټی كول خپله په دغه هېواد كښې د دينی روغې جوړې او ښو تعلقاتو له نښو نښانوڅخه دی.
1090379