IQNA

د سعودی په العواميه ښار كښې د درېو شيعه ځوانانو د شهادت غندنه

22:46 - September 30, 2012
د خبر لمبر: 2423136
نړيواله ډله: د سعودی عرب شيعه متفكر شېخ عبدالكريم الحبيل د آل سعود رژيم د امنيتی ځواكونو په لاسو د سعودی عرب د العواميه ښار د دريو شيعه ځوانانو د دردناك شهادت پېښه په سختۍ سره وغندله.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د راصد خبری اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ، د سعودی عرب شيعه سكالر او د د قطيف صوبې د ربيعيه ښار د العباس جومات د جمعې د نمانځۀ خطيب شېخ عبدالكريم الحبيل د آل سعود رژيم د امنيتی ځواكونو په لاسو د سعودی عرب د العواميه ښار د دريو شيعه ځوانانو د دردناك شهادت پېښه په سختۍ سره وغندله.
هغۀ زياته كړه: د سعودی پوليسود شيعه سياسی فعال خالد اللباد په كور كښې په داخلېدو سره هغه شهيد كړ او يو شمېر نور یې سخت ژوبل كړل.
هغۀ وويل كه څه هم د آل سعود ځواكونه چې په هر ډول وسلو سره سبنال دی كولې شی تش لاسه كسان او بګناه كسان ونيسی خو د وژلو په شان اقداماتو سره غواړی چې د نورو په زړونو كښې وحشت پېدا كړی. خو پكار دی د آل سعود واكمنان پدې پوه شی چې دا وژلې او وحشت نۀ شی كولې د خپلو برحقو حقوقو لپاره د مظلومو عوامو د جدوجهد خنډ وګرځی.
شېخ عبدالكريم ٍحبيل همدارنګ د د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې ګستاخانه فېلم د بيان د ازادۍ په بهانه د دغه فېلم د نۀ سزا كولو په اړه د امريكې د ولسمشر باراك اوباما عكس العمل وغاندۀ او وې ويل دا د اسلام په باره كښې د نړيوال استكبار د دښمنۍ او كينې ښودنه كوی.
د يادونې ده چې د آل سعود ځواكونو همدارنګ د العواميه ښار د يو شيعه فعال محمد حبيب المناسف په كور باندې په حقلې سره هغه په شهادت ورسوۀ او يو تن حسن زاهری یې ژوبل كړ چې هغه هم د جمعې وړمه ورځ د تلې د مياشتې په اومه نېټه د سختيو زخمونو له كبله شهيد شو.
1110264
captcha