د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې پرون د تلې د مياشتې په لسمه نېټه د پاكستان د كراچۍ ښار تقريباً پينځۀ زره مظاهره كوونكو ((پكار دی د ګستاخانه فېلم جوړوونكے پانسی شی)) او ((زمونږ ځانونه دې له پېغمبراكرم (ص) نه قربان شی)) د نعرو په وهلو سره مظاهرې وكړې.
په دغو مظاهرو كې وېناوالو په ټوله دنيا كښې د خداے د پېغبرانو په تېره بيا د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې د ګستاخيو د بندولو غوښتنه وكړه او څرګنده یې كړه دغه ګستاخانه فېلم د خداے ﻻ د ګران رسول (ص) او د اسلام د مبين دين په خلاف يو لوے جنايت دے.
همدارنګ د پاكستان په نورو ښارونو كښې هم وړمه ورځ او پرون د تلې د مياشتې په نهمه او لسمه نېټو سختې مظاهرې وشوې.
1111666