IQNA

د غزې د شهيدانو شمير يو سل لسو او د ټپيانو شمير هم اوه سوه تنو ته ورسيد

16:37 - November 20, 2012
د خبر لمبر: 2452059
نړيواله ډله: يو ځل بيا د صهونيست رژيم جنګی الوتكو د فلسطين په غزې تړانګې په ځينو سيمو وحشی ډوله بمبارۍ وكړې چې له امله ئې دوه نور ماشومان هم شهيدان او يو شمير نو ر كسان ټپيان شول او دغه راز د شهيدانو شمير يو سل لس تنو ته ورسيد چې په هغو كې ماشومان اښځې هم ترسترګو كیږی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم خبری چينل یې نقلوی چې دا په داسې حال كې دی چې د المينار ټيلويژنی چينل د راپور په اساس د صهونيسټ رژيم مسئولانو پرون ويلی دی تر اوسه پورې په اسرائيلو د فلسطين د مقاومت ډلو له خوا كابو يو زر يو سل اته ويشت توغندی ويشتل شوی دی چې له امله ئې يو شمير كسان مړه او ټپيان شوی او دغه راز ډير تاوانونه هم اوښتی دی.
دغه راپور ښئی يوازې پرون دنيواكی ټاټوبو په بيلابيلو سيمو يو سل شپاړس ټوغندی لګيدلی دی چې ددغو توغنديو په مخنيوی كې داسرائيلو دفاعی سسټمونه بې كاره او ناكام شوی دی راپورداهم ښی چې تر وروستيو پورې دمقاومت ډلو په ځوابی حملو كې اوه صهونيسټان هلاك او څه دپاسه سل نور هم ټپيان شوی دی دا په داسې حال كې دی چې د فلسطين د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سياسی دفتر مشر خالد مشعل په غزه د صهونيسټی دشمن له هر ډول مځكنيو حملو سره د مقابلې لپاره د مقاومت د مبارزانو پر بشپړ چمتووالی ټينګار كړی دی.
هغه بیګا د مصر په قاهرې كې د خبريالانو په ټول كې په غزې د مځكنۍ حملې لپاره د صهونيسټ رژيم د پوځ د فيصلې په باب د خپرو شويو راپورونو په ځواب كې وويل اسرائيل به په غزې د مځكنۍ حملې په بڼه كې ستره تيروتنه وكړی او غزه به ئې په يوې سترې هديرې بدله شی.
هغه هم دا راز د مقاومت د مبارزانو میړنتوب په ستايلو سره وويل د فلسطين د مقاومت ډلو وسلو د اسرائيلو نيواكګر پوځ لالهانده كړی دی.
خالد مشعل په عين حال كې روښانه كړه داووربند وړانديز دفلسطين دمقاومت ډلو له خوا نه بلكې دبنيامين نتن ياهو له خوا مطرح شوی دی. هغه د اسرائيلو لو مړی وزير ته په خطاب كې وويل غزه به د دښمن لپاره د نويو تجروبو دترلاسه كولو لپاره ډګر نه وی او چا چې جنګ پيل كړی بايد پخپله ئې ودروی ،دا دحماس دسياسی اوپوځی مسئولانو جوت دریځ دی.
همدارا داماراتو رسمی خبری آژانس هم راپوروركړی چې دصهونيست ميشته ښارګوڼږ اوسيدونكو پرون داردن سين په لودیځی غاړې كې دنابلس په شمال كې په يوه كلی په حملې سره يو جومات هم سوزولی دی چې په تيرو دوو كلونو كې دا دصهونيسټانو په لاس دپنځم جومات سوزول دی
1140864
captcha