قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم خبرونو چینل نه په نقل، احمد الطیب د ابوظبی نړیواله ټی وي چینل باندې خپل ورځني پروګرام کې توضیح ورکړي چې اسلام کې زیات ودونه فقط د ضرورت په وخت روا دې نه چې یوازې تنوع لپاره زیات ودونه کولې شي.
اسلام همېشه د درناوي او عزت کورنۍ جوړولو باندې تاکید کوي او د ښځې او سړې ترمنځه د محبت او احترام اړیکې خوښه وې.
هغه زیاته کړه: ډېر وایئ چې اسلامی شریعت کې د زیاتو ښځو ساتلو سفارش شوي، زه دغه کسان مقابلې ته غواړم او وایم چې یو آیت او یا حدیث دې ماته وښیي چې یو سړي ته په کې حکم ورکړي شوي وې چې دوه یا درې ښځې خپلې کړي، ځکه چې د سوره نساء ۳ آیت کې« فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً» خو كه له تاسې سره دا اندېښنه وي چې له هغو سره به عدالت ونه شئ كړاى؛ نو يوه ښځه وكړئ. او د سوره نساء ۱۲۹ آیت کې «وَلَنْ تَسْتَطِيعُوا أَنْ تَعْدِلُوا بَيْنَ النِّسَاءِ» د ښځو په مينځ كښې په ټوله معنا عدالت ستاسې په وس كښې نشته. نو ځکه دا امر غیر ممکن دې او که رښتیا وې نو بیا تناقض پیدا کېږي.
شیخ الازهر څرګنده کړه: مونږ هله زیاتې ښځې کولې شو چې د لومړۍ ښځې سره ژوند نشو کولې او د ښځې او سړي ترمنځه سوله غیر ممکن شي، لکه څرنګه چې قرآن کې هم راغلې: د سوره نساء ۱۳۰ آیت «وَإِنْ يَتَفَرَّقَا يُغْنِ اللَّهُ كُلًّا مِنْ سَعَتِهِ خو كه مېړه ارتينه يو له بله بېل هم شي» او همدارنګه د سوره نساء ۳۵ آیت «وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا څوك چې په ظلم او تيري سره داسې وكړي هغه به ارومرومونږ اورته ننباسو او داد الله له پاره څه ګران كار نه دى.
الطیب څرګنده کړه چې د اسلام په نظر کې کورنۍ د درناوې او احترام کورنۍ ده، د قوامیت معنا هم دا ده چې د ښځې او سړي ترمنځه کوم کس مسئول دې، هیڅ یو شرکت نشته چې دوه مشران ولري او کله چې الله وغوښتل چې د خپل یووالی لپاره دلیل راوړې نو د سوره انبیاء په ۲۲ آیت کې وفرمایل: «لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا که اسمان او ځمکه کې د یو الله نه علاوه بل خدای وې نو تباه شوي به وو» یعنې که دوه خدایان وې نو د هغوي ترمنځه به اختلاف وو.
http://iqna.ir/fa/news/3506041