IQNA

22:47 - February 26, 2021
د خبر لمبر: 3484101
تهران (ایکنا) - په دې پروګرام کښې غواړوو د خداے پاک د «علیّ» نوم په باره کښې له تاسو سره وغږيږوو نو ښه ده پام ورته وکړئ.

الهي اسماء يا نومونه د خداے پاک د پېژندګلۍ يوه ترټولو غوره او بنيادي وسيله ده. انسان د الهي نومونو په درک او فهم سره د خداے پاک په عظمت پوهيږي او په هستۍ کښې خپل مقام بيامومي. له دغو نومونو څخه يو نوم چې انسان د هغه ذات په وړاندې تعظيم ته لا زيات مجبوروي د خداے پاک «علیّ» نوم دے. امام رضا (ع) دغه نوم د عظيم نوم ترڅنګه ګرځولے دے او فرمائي: خداے پاک د ځان لپاره نوم غوره کړے دے چې په هغۀ سره يې راوبولي او که خداے پاک په نوم سره راونه بلل شي نۀ پېژندل کيږي. نو وړومبنے نوم چې د ځان لپاره يې غوره کړ «العلی العظيم» ځکه چې هغه له څه اوچت  ذات دے.» نو غواړوو چې د  «العَلِیُّ» نوم څېړنه وکړوو.

«عَلِیُّ» بالاتر او برتر په معنا د علو له ريښې څخه دے. «علىّ» نوم د «عظیم» نوم په شان د دې حقيقت بيانونکے دے چې خداے پاک له دې ډېر اوچت  دے چې درک کړې شي او د انسان عقل د هغه د ذات کُنْهُ ته لار نه لري. اعلی خداے پاک له هر چا، هر څيز، له هر هغه څه چې تصور يې کوو او له هر خيال، قياس، ګمان او وهم څخه بالاتر دے. خو د دغو دواړو نومونو فرق په دې کښې دے چې «عظيم» د لوے او برتر حقيقت په معنا دے چې ټول مخلوقات يې په وړاندې واړۀ او حقير وي او «علی» د لوړمرتبه په معنا دے چې هيڅ يو ذهم يې مرتبې ته لاسرسائي نه لري او د هغه لپاره چې د هر کمال او مرتبې قائل شې هغه ترې زيات لوړ او اوچت  دے.

خداے پاک د «علی» په نوم سره په بندګانو تجلي کوي چې د خپل بنده شان او منزلت اوچت کړي. داسې يو بنده د خداے پاک له اوامرو خه د اطاعت په وړاندې تسليم، خاشع کيږي او له خداے پاک سره يې مينه او محبت بې اندازه کيږي، په دا ډول چې په نظر کښې يې له خداے پاک نه بغېر هيڅوک لوئي او منزلت نه لري. داسې کس هره شېبه ځان د خپل اعلی معبود په پناه کښې ويني او سبحان خداے هغه ته د بندګۍ او عبوديت مقام لوري ته وده ورکوي. د خداے ګران رسول (ص) چې د الهي خلافت ترټولو په لوړه درجه کښې شتون لري او د خداے پاک د دغه نوم د کمال مظهر دے د خپل نمونځ په رکوع کښې درې ځل وائي: سُبْحٰانَ رَبِّیَ الْعَظيمِ وَ بِحَمْدِه : پاک او پاکيزه دے زما ستر پروردګار او د هغه حمد بيانوم» او چې کله سجدې ته لاړ شي نو درې ځل وائي: «سُبْحانَ رَبِّی الأعْلَی وَبِحَمْدِهِ : پاک او پاکيزه دے زما د لوړ مقام خداے او د هغه حمد بيانوم.»  

د هغه حضرت په پېروۍ کښې مونږ هم په رکوع کښې "سبحان ربی العظيم و بحمده" او په سجده کښې "سبحان ربی الاعلی و بحمده" وايوو.له دې نه علاوه داسې ويلې شوو چې په نمانځه کښې رکوع د خداے پاک په وړاندې يو تعظيم دے او مونږ په هر رکوع سره خداے پاک د هغه په عظمت سره يادوو. د هر کس او هر څيز په وړاندې تعظيم په دې معنا دے چې مونږ يې په عظمت عقيده لروو او د دغه عظمت په مقابل کښې د تعظيم سرټيټوو؛ نو د عظيم نوم په ذکر سره د خداے پاک په وړاندې تعظيم هم د هغه ذات په بې انتها عظمت باندې اعتراف دے.

البته د خداے پاک په وړاندې سجده هم په دې معنا ده چې د هغه په وړاندې په خاوره باندې پريوزوو او د هغه په وړاندې د خپل وړوکوالي اقرار کووو. اوس که په دې حالت کښې په خاضعانه او خاشعانه توګه د  خداے پاک لپاره د اعلي نوم په ذکر سره د هغه په لوړې مرتبې باندې اعتراف او اقرار کوو چې اے خدايه! ته له هرچا اوچت يې، د بندګۍ ډېر اوچت حالت رامنځته کوي چې د انسان ترټولو غوره حالت د خداے پاک د بندګۍ لپاره دے.

کله کله علیّ پروردګار خپل بندګان د خېر او ښود کارونو ترسره کولو ته هڅوي او ترغيبوي چې په دې ذريعې سرهد خداے پاک د رضايت مقام ته اورسي. لکه د سوره ليل له ۱۲ نه تر ۲۱ آيتونو کښې فرمائي:

:« إِنَّ عَلَيْنا لَلْهُدى‌ / وَ إِنَّ لَنا لَلْآخِرَةَ وَ الْأُولى‌ / فَأَنْذَرْتُکُمْ ناراً تَلَظَّى / لا یَصْلاها إِلَّا الْأَشْقَى / الَّذِی کَذَّبَ وَ تَوَلَّى / وَ سَیُجَنَّبُهَا الْأَتْقَى / الَّذِی یُؤْتِی مالَهُ یَتَزَکَّى / وَ ما لِأَحَدٍ عِنْدَهُ مِنْ نِعْمَةٍ تُجْزى‌ / إِلَّا ابْتِغاءَ وَجْهِ رَبِّهِ الْأَعْلى‌ / وَ لَسَوْفَ یَرْضى‌ :

په تحقيق سره (د خلقو) هدايت زمونږ په غاړه دے او بې شکه چې آخرت او دنيا مونږ لره ده. نو تاسو مې له هغه اوس څخه چې ژبې وهي اورولئ، هغه اور چې بې له ډېرو بدبختو کسانو نه پکښې څوک نه راځي، هغه چې حق يې تکذيب کړ او مقابلې ته يې راپاڅېد، خو ډېر تقوادار خلق به له دغه اور څخه لرې وساتل شي، هم هغه چې خپل مالونه بخښي چې پاک شي، د چا لپاره د خداے په نزد د څه نعمت حق نشته چې (د هغه مال په اړه چې يې انفاق کړے دے) بدله ورکړې شي، بې د خپل لوړرتبه پروردګار د رضا د ترلاسه کولو لپاره، او هغه به هغه کس چې (انفاق يې کړے دے)ډېر زر خوشحاله کړي.»

کله هم علو د تکبر او جباريت په معنا کارول کيږي، لکه د سورۀ قصص په ۴ آيت کښې راغلي دي چې:« إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِی الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِیَعًا یَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِنْهُمْ یُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَیَسْتَحْیِی نِسَاءَهُمْ ۚ إِنَّهُ کَانَ مِنَ الْمُفْسِدِینَ:

په تحقيق سره، (د مصر باچا) فرعون په هغه ټاټوبي کښې (په بني اسرائيلو باندې) برتري و تسلط بياموند او خلق يې په مختلفو او تيت پرک ډلو کښې راوستل ( يعنې يوه ډله به يې د خپل حکومت کارونو په يوه برخه کښې او بله يوه ډله بې يې دښمن ښودله) او له هغوي څخه يوه ډله به يې (چې بني اسرائيل وو) د کمزورۍ (او غلامۍ) لوري ته راکښله (يعنې د دغه نسل د نابودۍ په ارادې) يې د هغوي د زامنوسرونه به يې پرې  کول او ښځې به يې ژوندۍ ساتلې. بې شکه چې هغه فساد جوړونکے ؤ.»

فرعون هغه کس ؤ  چې د زمکې په سر يې علو او برترۍ غوښتله او ويل به يې: «أَنَا رَبُّکُمُ الْأَعْلی : زۀ ستاسو ترټولو اوچت معبود يم. (آيه 24 سوره نازعات). په داسې حال کښې چې خداے پاک حقيقي برتري په خاصه توګه د هغو کسانولپاره ګرځولې ده چې په زمکه سرکشي نه غواړي او د علو او فساد غوښتونکي نه وي.هم هغه ډول چې د سورۀ قصص په ۸۳ آيت کښې راغلي دي: :«تِلْکَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُها لِلَّذینَ لا یُریدُونَ عُلُوًّا فِی الْأَرْضِ وَ لا فَساداً وَ الْعاقِبَةُ لِلْمُتَّقینَ: دا د آخرت سراې (يوازې) د هغو کسانو لپاره ګرځوم چې په زمکه د برترۍ لټونې او فساد ارادهنه لري او د پرهېزګارانو لپاره نېک عاقبت دے.»

هر بل هغه کس هم چې غواړي مقام او منزلت حاصل کړي، پکار دے د خداے پاک په وړاندې عاجز وي. په يو حديث کښې راغلي دي چې: «هرڅوک چې د خداے پاک په وړاندې عاجزي او تواضع وکړي، خداے هغه ته لوړاوے عطاء کوي.» تواضع په حقيقت کښې دې ته وائي چې حق خبره چې د هر کس لخوا وي وې منې او تکبر دې ته وائي چې له حقه انکار وکړې. خداے پاک د سورۀ بقره په ۲۰۶ آيت کښې فرمائي: « وَ إِذا قیلَ لَهُ اتَّقِ اللّهَ أَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالْإِثْمِ فَحَسْبُهُ جَهَنَّمُ وَ لَبِئْسَ الْمِهادُ:  او هغه وخت چې هغوي ته ويل کيږي، له خدايه اوريږئ، نو ځېل او تعصب هغوي ګناه ته راکاږي. د دوزخ اور د هغوي لپاره کافي دے او څومره بد ځاے دے.»

يو ترټولو غوره قرآني نمونه چې اعلی نوم پکښې تجلي کړې ده حضرت موسی (ع)دے. هغه د خداے يو ډېر غوره او متواضع بندهؤ. هغه په ابتدا کښې له دې نه ويره لرله چې فرعون ته ورشي. خو خداے پاک يې ويره په امن او ارامښت بدلوي او وائي؛ مه ويرېږه! ته اعلی يې .( إِنَّکَ أَنْتَ الْأَعْلَى:د سورۀ طه ۶۸ آيت نو هغه کس چې په فرعون باندې مسلط کېدې شي حضرت موسی دے، ځکه چې اعلی نوم په هغه کښې ظهور ته رسېدلے دے.

قدرمنو ملګرو!  د خداے په امانۍ ترڅنګه د تل په شان دعا ته لاسونه اوچتووو او د جوشن کبير دعا يوه برخه سره لولو:

:« یَا مَنْ عَلا فَقَهَرَ یَا مَنْ مَلَکَ فَقَدَرَ یَا مَنْ بَطَنَ فَخَبَرَ یَا مَنْ عُبِدَ فَشَکَرَ یَا مَنْ عُصِیَ فَغَفَرَ یَا مَنْ لا تَحْوِیهِ الْفِکَرُ یَا مَنْ لا یُدْرِکُهُ بَصَرٌ یَا مَنْ لا یَخْفَى عَلَیْهِ أَثَرٌ یَا رَازِقَ الْبَشَرِ یَا مُقَدِّرَ کُلِّ قَدَرٍ. سُبْحَانَکَ یَا لا إِلَهَ إِلا أَنْتَ الْغَوْثَ الْغَوْثَ خَلِّصْنَا مِنَ النَّارِ یَا رَبِّ:

اے هغه ذاته چې په برترۍ کښې له ټولو اوچت او قاهم دے، اے هغه ذاته چې فرمانروا دے او توانمن،اے هغه ذاته چې په باطن کښې يې او له باطنه اګاه يې، اے هغه ذاته چې يې پرستش وکړي ورته بدله ورکړي، اے هغه ذاته چې نافرماني يې وکړي او وې بخښي، اے هغه ذاته چې په فکر کښې نه ځائېږې چې نظر هغه نه شي موندلې، اے هغه ذاته چې هيڅ کار ترې پټ نه دے، اے بشر ته روزي ورکونکيه ، اے د هرې اندازې اندازه اخېستونکيه، ته پاک او پاکيزه معبود يې د دوزخ له اوره درته پنادروړم چې بې پناه ته پناه ورکونکے يې.

parstoday.com

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: