ایکنا خبری اژانس دالکفیل نړیوال چینل له قوله راپور راکړ ، دعباسی مقدس آستان سره اړونده دقرآن کریم دمرکز مدیر شیخ جواد النصراوي د حسینی اربعین د لاریون او مشي په لاره کې د قرآن کریم د تلاؤت د زده کړې دمرکزونو په باب وئيلی دي ، دقرآن کریم د سمې لوستنې د زده کړې لومړنی مرکز دعراق په المثنی ولایت کې افتاح شوی او په دې اړه ئې خپل کار پیل کړی دی او دحسینی اربعین دزیارتوالو په خدمت کې ئې خپل خدمتونه وړاندې کول پیل کړي دي .
النصراوي ټينګار کړی دی چې د عباسی مقدس آستان د قرآن کریم د زده کړې مرکزهر کال په تیره بیا د حسیني اربعین په وخت د میلیونی حسیني زیارتوالو د شتون په شپو ورځو کې، د قرآن کریم د فرهنګ دخپرولو په موخې سره دغه مرکزونه جوړوي .هغه ووئیل، د لمانځه سموالی په قرائت مشتمل دی او دا هغه موخه ده چې مونږ ئې په نظر کې لرو .