د شرح مثنوي معنوي کتاب د ایران د فیلسوف او د ادیب محمد تقي جعفري یو(۱) اثر دی چې د لندن د ایراني مطالعاتو د اکیډمۍ مشر سید سلمان صفوي د دغه کتاب او د هغه د لیکوال ځانګړتیاوې بیان کړي دي .
د مولانا جلال الدین رومي مثنوي معنوي کتاب په هنري ژبه د اسلامي عرفان ترټولو مهم کتاب دی او نن سبا په ختیځې نړۍ او په لویدیځې نړۍ کښې مثنوي د رحماني اسلامی استازی دی .
په تیرو اووسوو (۷۰۰)کلونو کښې د مثنوي کتاب په هکله ډیر تفسیرونه لیکل شوي چې د بیلابیلو نظرونو له کبله د ویشل کیدا وړ دي .
په دغه تاریخي سفر کښې د علامه تقي جعفري تفسیر معنوي ډير زیات اهمیت لري .
علامه جعفري په خپل تفسییر مثنوي کښې هڅه کړي ده چې د مولانا رومي مثنوي تعلیمات د نړۍ د نن ورځې د ادبیاتو د تعلیماتو په څنګ کښې ورولي او هغه په ځانګړي ډول د روسیې د ادیب «تولستوی» او د بریتانیا د شاعر شیکسپیر اثارو ته اشاره کړي ده او د ریاضۍ او د فیزیک د علومو د پوهانو ځینو رایو ته یې هم اشاره کړي ده .
د علامه تقي جعفري د شرح بله ځانګړتیا د قران او د روایتونو پراساس د مولانا د افکارو بیا بیانول دي .
علامه تقي جعفري په خپل تفسیر کښې د قران جرړې داسې مطالب چې مولانا رومي مطرح کړي دي بیان کړي دي او له بلې خوا یې د هغه فکر جرړې د تیرو وختونو د کتابونو په عرفاني ادبیاتو کښې ښودلي دي .
د علامه د شرح مثنوي بله ځانګړتیا د مثنوي معنوي د انسجام مسله ده ؛ علامه تقي جعفري باوري دی چې مثنوي کوټلتیا لري او ادبیات له یوبل سره په ارتباط کښې دي او کیسې د یوه (۱)کلي مفهموم د القا کولو هڅه کوي .
یادونه کوو چې علامه محمد تقي جعفري په نولس سوه پینځویشتم(۱۹۲۵) میلادي کال کښې زیږیدلی او په نولس سوه اته نویم(۱۹۹۸) میلادي کال کښې وفات شوی و او هغه د ایران داسې فیلسوف او عالم دی چې د ایران په تبریز ښار کښې زیږیدلی او خپلې زده کړې یې په تهران او د عراق په نجف کښې په دیني مدرسو کښې وکړې .
هغه د دیني او د فلسفي بحثونو په څنګ کښې له ادبیاتو سره هم ډیره دلچپسۍ لرله او په تیره بیا شرح مثنوي مولانا په دې زمینه کښې د هغه ځانګړي کتاب دی .