IQNA

د قرآن شخصیّتونه[3]

حضرت آدم (ع)معصوم یا ګناهګار ؟

16:15 - July 11, 2022
د خبر لمبر: 3485972
ایکنا-(تهران) د اسلام په دین کې بیان شوي دي ، چې درست پيغمبران له هرډول ګناه او تیروتنې څخه معصوم او خوندي دي . که داسې وي ، نو بیا  حضرت آدم  له الهي فرمان څخه  سرغړونه څه معنا لري  او دا څرنګه توجیه کیدلی شي ؟

 د آدم او حوّا له پنځیدا وروسته، دواړه ،  دخداي په غوښتې سره ، په بهشت او جنت کې  هستوګن شول . خداوند متعال دوي ته ووئيل ؛  هلته  له هغه نعمته چې ئې غواړئ ، وخورئ،خو  ممنوعه وَنې ته نزدې نه شئ، خو شیطان دوي ته دوکه ورکړه او دوي له هغې ممنوعې وَنې څخه  میوه وخوړله  او د همدغې  نافرمانۍ په خاطر  له جنته  وویستل شول او پر مځکې ئې ژوند پيل کړ.

قرآن کریم د آدم علیه السلام نافرماني په ؛ عصیان ؛ سره تعبیر کړې ده .

«وَعَصَىٰ آدَمُ رَبَّهُ فَغَوَىٰ:  ؛ آدم له خپل پروردګار سره عصیّان  و کړ  او بې لارې شو :::: (د طه سوره =۱۲۱آیت)     حضرت آدم علیه السلام لومړنی پیغمبر ؤ  او  د  اهل تشیّع دعقیدې په اساس،  پيغمبران  له  هر ډول ګناه او تیروتنې  معصوم دي . نو بیا د آدم عصیان ، څه معنا لري او د ا څرنګه توجیه کیدلی شي ؟ د اهل تشیّع په  پنځه واړو تفسیرونو کې ددې تشریح شوی دی .

1    هغه خطاګانې او لړزانتیاوې ، چې د آدم ،یوسف ، یونس او ځینو نورو پیغمبرانو علیهم السلام په څیر پیغمبرانو څخه نقل شوي دي ، ؛ترک اولی ؛ دي او ګناه نه حسابیږي.  د آدم عصیّان د نافرمانۍ په معنا دی ، او لازما  د حرام ترسره کیدا او یا د واجب د پریښودو په معنا نه ده، بلکې د مستخب د پریښودو او یا  د مکروه کار   ترسره کیدلی شي . پر دې اساس ، دحضرت آدم عصیّان  یو ډول دحرامه نافرماني  نه ده ، بلکې  یو مکروه عمل ؤ ، ځکه  چې دخدای په نزد د نبیانو مقام ډير لوړ دی ، له دوي حتی  د مکروه عمل  تمه هم نه کیږي ، او که  دغه شان کار هم وکړي ،نو خداي تعالی  دوي سره سختي کوي  او  مواخذه کوي ئې. ځیني عملونه له بزرګانو سره نه ښائي ، خو که  معمولی کسان ئې ترسره کړي ،  ګناه نه ده او  کومه سزا هم نه لري .

2     ځيني په دې اند دي چې په یوې خاصې ونې کې د هغې د  میؤ  له  خوړلو د خداي تعالی نهي کول ،  یوازې له دې اړخه وو ، چې  حضرت آدم علیه السلام  د هغه عمل طبیعي  آثارو او لوازمو ته متوجه شي ، لکه چې  ناروغ ته  د یوه ډاکټرد سپارښتنې ، چې  ورسره مخالفت کول ،که څه هم  آخروي عذاب نه لري ، خو  د ناروغ لپاره دلازیات درد او کړاؤ  سبب  کیږی.  په قرآن کریم کې هم  راغلی دي ، چې  خداوندمتعال آدم ته خبرداری  ورکړ  ، چې  ائ آدم ! ابلیس  هم د تا او هم د تاد ماندینې دښمن دی،  داسې نه چې  له جنته مې بهر کړي  چې کړاؤ او مصیب به ووینئ .؛  فَقُلْنَا يَا آدَمُ إِنَّ هَٰذَا عَدُوٌّ لَكَ وَلِزَوْجِكَ فَلَا يُخْرِجَنَّكُمَا مِنَ الْجَنَّةِ فَتَشْقَىٰ» (طه سوره : 117آیت ).

3   ځیني مفسرانو دا هم  وئیلي دي ، دممنوعه میوې له خوړلو منع کیدا ،  کومه دنده او فرمان نه ؤ ،بلکې  یوازې یوه سپارښتنه وه ؛ یعني  یو مستخب عمل ؤ چې  هغه  ددغه مستحب  عمل په پریښودو سره یوازې له لازیات ثوابه ځان محروم کړ .

4   ځینو هم دا وئيلي دي ، چې  د آدم علیه السلام کیسه او د هغه نافرماني ،  دهغه راز او  رمز او تمثیل ښودنه کوي ، چې  په  هغه کې شخص(آدم)مطرح نه دی او هغه په غې کیسې کې  په حقیقت کې یو سبمولیک انسان دی .

5   ځینو مفسّرانو  هم د یوشمیر حدیثونو په  استناد سره وئيلي دي ، چې  د حضرت آدم نافرماني ،دهغه له بعثة مخکې وه  او د هغه د نبوّت له مقام سره هیڅ ډغره  نه لري. 

captcha