IQNA

 قرآنی شخصیّتونه /7

بلعم باعور؛یو دوکه شوی متفکراو پوهاند

17:37 - September 05, 2022
د خبر لمبر: 3486183
ایکنا-(تهران)متفکران په نړۍ کې د فکر او غور کولو او  دښکارندو د رامینځةکیدا دعلتونو په دلیل،له عادی خلکو څخه په لاښه توګه کمال او معنویّت ته درسیدا لارې کچ کولی شي، خو دغه ځانګړنې د دوی لپاره لازیات مسئولیّت  رامینځةکوي  او دغرور اوسرکشۍ داحتمال په دلیل،د دوی د انحراف سبب کیدلی شي. بلعم باغور ددغو شخصیّتونو یو مثال دی چې په قرآن کې معرفی شوی دی.

؛بلعَم باعورا؛ دبنی اسرائیلو یو متفکر  ؤ او د حضرت موسی علیه السلام دحیات په پړاؤ کې ،د شام په یوه کلی کې اوسید.بلعم  باعور پیش ګوئي  او اټکل کاوۀ او د راتلونکو پیښو خبر ئې ورکوۀ. د ابراهیم ددین پیروکار ؤ او خلک به ورتلل څود هغوي په باب وړاند ویّنه (پیشګوئي)ورته و کړي او د هغوي د ژوند او شتمنیو  او مال او دولت لپاره ورته دعا وکړي.

بلعم په پیل کې یو مومن او په الهي علوم خبر کس ؤ، حتی حضرت موسی له هغه دیوه توانمن دینی مبلغ په توګه استفاده کوله. دهغه عرفانی مقام او شخصیّت  دې حد ته رسیدلی ؤ چې  دهغه دعاګانې به سملاسي پوره کیدلې.

نو دغه شان کس البته  په یوهیړ بدل شو. هغه  فرعون ته او دهغه  ژمنو ته  د ګروهنې له امله  دحق له لارط  منحرف شو او  خپل ټول الهی  او معنوی ځائيګي ئې له لاسه ورکړل.هغه  په دغه بدلون سره، نه یوازېدحق له لارې لیرې شو،بلکې   دحضرت موسی یو ترټولو سخت مخالف  شو . دبلعم باعور دانحراف لپاره نور دلیلونه هم مطرح  شوي  چې په هغو کې دبنی اسرائیلو د نفرین کولو ،د ښځو په وسیله د دوي مرتد کیدا ته د کاږلو او په فساد دککړولو اودغه راز  له موسی سره د هغه دحسادت او دنیاغوښتې لپاره هڅه پکې شامله ده .

 په قرآن کریم کې دبلعم کیسه د نامې له اخستو پرته ذکر شوې ده. په دغې کیسې کې یو کس معرفی کیږي  چې له الهي علومو او آیتونو سره  یوه خاص مقام ته رسیدلی وو،البته دنیا پرستۍ  او  له نفساني خواهشاتو  څخه پیروۍ هغه ګمراه کړ. «وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِي آتَيْنَاهُ آيَاتِنَا فَانْسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطَانُ فَكَانَ مِنَ الْغَاوِينَ وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الْأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِنْ تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَثْ ذَلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ:  ؛؛ دهغوی لپاره د هغه کس ژوندلیک ولوله چې خپل آیتونه مو ورکړي دي، خو (بلاخره)  د دوی له  (فرمان) څخه ووت او د شیطان  په لاس کې ورغی او له ګمراهانو شو.که موغوښتلی، د هغه (مقام) په دغو نښو نښانو سره ( او علوم اوپوهې ) مو ئې لوړولې(خو اجبار د مونږ دسنت په خلاف ده،نو ځکه مو هغه پخپل حال پریښود)،البته  هغه  له مقام غوښتې او  دخپل نفساني خواهشاتو پیروي وکړه . هغه د سپي(لیوني)په څير دی چې  که  ورباندې حمله وکړې،نو خوله وازه کوي او ژبه راوباسي  او که  پخپل حال ئې پریږدې نو بیا هم همدغه کار کوي.(ګواکې  ددنیاپرستۍ تږی دی  چې هیڅکله هم نه مړیږي) دا دهغو خلکو په شان دی چې دمونږ آیتونه ئې تکذیب کړي دي. دا کیسې (دهغوي لپاره)بیان کړه ،ممکنه  ده فکر وکړي  او ویښ شي.

(داعراف سوره -۱۷۵ او ۱۷۶آیتونه)     

 که څه هم په دغو آیتونو کې د بلعم باعور نامه نه ده اخستل شوي ،خو دځينو نښو نښانو  او همداراز د ځینو دیني بزرګانو روایتونو او حدیثونو په اساس،په دغه آیت کې ځيني نښې شته چې وئيل کیدلی شي ،ددغو آیتونو اشاره ؛بلعم باعورا؛  ته ده .ممکنه ده دلیل ئې دا چې  ددغه کس نامه  بیان نه ده شوې ،دا دی  چې په  هر پړاؤ کې  دغه شان متفکران اوپوهان  پيداکیدلی شي چې  له علم اوهدایت څخه له برخمنیدا سره سره ،  په ایمان کې دسستۍ ا و انحراف سره مخامخ شي.

captcha