IQNA

   قرآني شخصیّتونه/12

نمرود؛هغه زبرځواک چې یوماشي نابود کړ

14:44 - October 30, 2022
د خبر لمبر: 3486387
ایکنا-(تهران)نمرود د تاریخ په اوږدو کې په یوه سمبول بدل شوی دی؛د یوه انسان بیلګه چې ځان ئې د مځکې او آسمان خداي باله،خو د یوه ماشي په وسیله بې وسه او نابود شو

 نمرود د حضرت ابراهیم علیه السلام د پړاؤ پاچا ؤ.هغه  چې د کنعان زوی ، کنعان هم د کوش زوی ،کوش هم د سام زوی  او سام هم د نوح زوی ؤ، د بابُل پاچا ؤ.ځینو نمرود د نوح د بل زوي حام لمسی هم بللی دی.د نمرود د پاچائۍ د پړاؤ په پاب مختلف راپورونه ذکر شوي دي چې ترټولو زیات ئې څلور سوه کاله دی. 

د نمرود یو اقدام ،د نوزیږو وژل وو.له دې وورسته چې نجومیانو پیشن ګويي وکړه چې د ابراهیم په نامې سره به یو بچی وزیږیږي چې له بت پرستۍ سره مبارز کوي، نمرود حکم ورکړټول نوزیږی هلکان ووژني.که څه هم ابراهیم(ص)په پټه وزیږید، وده ئې وکړه او په یوه ځوان مومن او خداي پرست بدل شو.

نمرود بت پرستي دخپل پاچائي په حدودو کې دود کړي وو او د بتانو په څنګ کې ځان خداي او دمځکې مالک باله. ووئيل شول نمرود هغه لومړنی کس ؤ چې د خدائۍ  ادعا ئې وکړه.

له دې وروسته چې ابراهیم د بت پرستانو بتان مات کړي،نمرود د ابراهیم په سزاکولو پسې ؤ خو له دې مخکې له ابراهیم سره ئې مقابلې او مناظرې ته مخه کړه. ددغې مناظرې ځيني برخې په بقرې سورې کې ذکر شوي دي.د بقرې سورې په ۲۵۸ آیت کې راغلي دي؛«أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِي حَاجَّ إِبْرَاهِيمَ فِي رَبِّهِ أَنْ آتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللَّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ: ؛آیا دهغه کس(له ژونده) چې خدای ورته پاچائي ورکړې وه( او په دې ئې ناز کوه)،له ابراهیم سره ئې د خپل پروردګار په باب محاجه کوله، خبر نه شوې.؟ هغه مهال  چې ابراهیم ووئيل،( زما پروردګارهغه څوک دی چې ژوندي کوي او مړکوي) ووئيل،(زه ئې هم ژوندي کوم او(هم)ئې مړ کوم.َ) ابراهیم ووئیل؛ (زما خداي) لمر له ختیځه راپورته کوي،نو ته ئې له لویدیځه راپورته کړه) نو پس هغه څوک چې کفر ئې کړی ؤ،حک بک پاتې شو.او خداوند ستمکار قوم نه هدایتوي(بقره-۲۵۸)

په تورات کې هم د ابراهیم او نمرود ترمینځ د ملاقات او خبرواترو په باب هیڅه نه دي راغلي؛ په عین حال کې د تلمود پشمول په یهودی روایتونو کې د نمرود او ابراهیم ترمینځ راغلې ده؛ دغه محاجه (ډغره) دغه مخامخیدنه یوډول خیر او شر او د شرک په وړاندې د واحد خدای پرستۍ کلکه دریدا تعبیروي.

 په دغې ناکامۍ پسې،نمرود فیصله وکړه ،یو لوي اور برابر کړي څو ابراهیم  وروغورځوي. خو نمرود په دغې مخامخیدنې کې هم ماته وخوړه، ځکه چې دخداي په امر سره،اور پر ابراهیم بې اثره شو او ابراهیم صحیح سالم  او روغ رمټ ورڅخه ووت.

له دې وروسته وه چې نمرود پخپل خیال سره له خداي سره جنګ پيل کړ. هغه چې د خداي ددیره کیدا ځائ ئې آسمان باله، د آسمان په لور دتلو او له خدای سره دجنګ لپاره ئې یو لوي برَج جوړ کړ چې لوړوالی ئې آسمانونو ته رسید.دغه ودانۍ چې په بابل برَج باندې مشهور دی،له یوې مودې وروسته دخداي په فرمان سره ړنګ شو.

نمرود  چې ځان ئې له ټولو قدرتمند باله، په نهایت کې د یوه ماشي په وسیله نابود شو. ماشی د پوزې له لارې د نمرود سر ته وارد شو او دهغه د سر د مغزو خوړل ئې پیل کړل.د نمرود دسر درد تر دې حده ؤ چې  دهغه د درد دکرارولو لپاره به ئې دهغه سر وهلوڅو  ماشی تر یوه حده کرار شي.دغه وضعیّت تر څلویښتو  شپو پورې دوام درلود، څو هغه هلاک شو.

captcha