IQNA

د نبیانو روزنیزه روده؛موسی(ع)/25

د حضرت موسی(ع) په داستان کې د خبروکولو د موقعیّت مناسب شونه

7:36 - August 30, 2023
د خبر لمبر: 3487875
ایکنا-(تهران) هیڅوک ددې په شان چې بم شنډوي ،د وخت اهمیّت نشي درک کولی.ځکه ددغه شنډونکي کس  وخت سیکنډ په سیکنډ مهم دی او ممکنه ده د یوشمیر د وژل کیدا یا ژغورل کیدا سبب شي.  دتربیّت او روزنې په چارې کې هم  دغه بحث له ډير اهمیته برخمن دی . ځکه مربی (روزونکی) په دتیروتنې پّ وخت کې په یوه حرف سره  د تربیَّت موندونکي  د ګمراه کیدا سبب کیدلی شي.

د انسانانو فعالیتونه  دوو عواملو ته محدوديږي ؛ موقعیّت پيژنده او د وخت معلومول.که ونه توانیږو،په سم وخت کې په سم ځاي کې  ووسو، نو احتمالا  هغه څه چې د مونږ برخلیک راته ډالۍ کوي، نه شوو ترلاسه کولی. وئيل کیدلی شي تقریبا هرهغه کار بریالی دی،چې که پّ مناسب وخت او ځاي کې ترسره شي.

اصولا هغه مهال انسان د هدایت او ودې په لاره سمیدلی شی، چې  ورسره په سم ډول چلند وشي، داسې ډیر چلندونه  شته دي چې انسانان نه یوازې  په سمه لاره نه هدایتوي ،بلکې حتی له لارې ئې وباسي او د هدایت لارپر ځان بندوي،نو ځکه نبیانو  د انسانانو د هدایت او ودې لپاره له دغه ډول رودې استفاده کوله.

مربیان یا روزونکي باید دې ټکي ته توجه ولرل شي ، چې په ټولو موقعیّتونو کې  په یوه سټایل او رودې سره خبرې  نشي کولی،بلکې د تربیّت مدیریّت دا ایجابوي چې انسان کله خپل پيغام په شفاهي توګه مطرح کړي،په ځينو شرائطو کې،کتبي پيغام اغیزشیندونکی او مؤثر دی ،په ځينو موردونو کې کلام باید احساساتي او  خطابی هم کیدلی شي او کله هم  اپوټه،  دموعظې  او نصیحت په بڼه کې پیغام  ډير اغیزشیندونکی کیدلی شي؛ حتی کله هم لازمه ده چې پيغام په ملامتیا او رټل کیدا هم مشتمل شي.

له دې امله  له فرغون سره د لیدو کتو او بین اسرائيلو سره  د خبرو په وخت د حضرت موسی علیه السلام د خبرو لهجه یو شان نه ده او دغه لوي پيغمبر په دغو دواړو موقعیّتونو کې په دوو مختلفو رودو سره خبرې کولې. له فرعون سره په مخامخیدا کې په مقتدر او قدرتمن کیدا اوشجاعت او ټيګنتیا سره  او له بني اسرائیلو سره په مخامخیدا کې په نهایت مهربانۍ او نرمښت سره  به ئې خبرې کولې.

له فرعون سره د مخامخیدا  وخت؛

فرعون له حضرت موسی (ع) سره مبارزه شروع کړه او له یوه او بل پلوه ئې  له حضرت موسی علیه السلام سره د مبارزې لپاره ځواک جذب کړ او  خپل ټول مکر او چلولونه ئې وکارول.  «فَتَوَلَّى فِرْعَوْنُ فَجَمَعَ كَيْدَهُ ثُمَّ أَتَى ؛فرعون هغه غونډه پریښودله او  خپل ټول مکر او دوکه و چلول ئې یو ځاي کړل ؛او بیا ئې  ټول د (موعود په ورځ) وکارول »(طه: 60)  

په دغې مرحلې کې  له حضرت موسی او د هغه له رسالت سره د  مقابلې لپاره د فرعون نور مکر او چلول  ښکاره شو،د نرمښت ځاي نشته باید د فرعون چلول او دوکې په وړاندې کلک ودریدل شي.

حضرت موسی(ع) هغه ته وفرمائيل؛

«قالَ لَهُمْ مُوسى وَیْلَکُمْ لاتَفْتَرُوا عَلَى اللهِ کَذِباً فَیُسْحِتَکُمْ بِعَذابٍ وَ قَدْ خابَ مَنِ افْتَرى؛ موسی دوي ته ووئيل؛ واي وي پرتاسو !پر خداي دروغ  مه پورې کوئ،چې تاسو په یوه عذاب سره نابودي! او هر هغه څوک چې (پرخداي)دروغ وتړي ،ناهیلی او  ماته خوړونکي کیږي؛ (طه:۶۱)

  د بني اسر ائيلو په وړاندې دحضرت موسی روده:

 حضرت موسی علیه السلام  له خپل قوم سره په ډغرې کې هغه مهال چې  غواړي ، دخداي متعال له خوا یو حکم  دهغوي لپاره بیان کړي،یو لړ مشکلات لري، نو ځکه  دوي له عاطفي نظره اول تیاروي،څودحق خبره ومني  او په دوام کې فرمائي؛ وَ إِذْ قالَ مُوسى لِقَوْمِهِ یا قَوْمِ اذْکُرُوا نِعْمَتَ اللهِ عَلَیْکُمْ إِذْ جَعَلَ فیکُمْ أَنْبِیاءَ وَ جَعَلَکُمْ مُلُوکاً وَ آتاکُمْ ما لَمْ یُؤْتِ أَحَداً مِنَ الْعالَمین» (مائده: 20)

؛موسی خپل قوم ته ووئيل؛ ائ زما قومه! پر خپل ځان د خدای نعمت یاد کړئ هغه مهال چې په تاسو کې ئې پیغمبران وټاکل ،( او د فرعوني بندیکیدا او مریَتوب زنځير ئې وشلوه) او تاسو ئې د خپل اختیار خاوندان او حاکم کړئ؛ او  تاسو ته ئې هغه شیان درډالۍ کړل چې  هیڅ یوه انسان نه وو لیدلي:

نوځکه ددغه شان نعمت شکر کولو لپاره لازمه ده ،هغه څه چې  دنعمت د خاوند له لورې صادر شي، باید اطاعت ئې وکړئ او هغه ته پابنده ووسئ او وروسته ئې هغوي ته وفرمائيل؛ یا قَوْمِ ادْخُلُوا الْأَرْضَ الْمُقَدَّسَةَ الَّتی کَتَبَ اللهُ لَکُمْ وَ لا تَرْتَدُّوا عَلى أَدْبارِکُمْ فَتَنْقَلِبُوا خاسِرینَ ؛ائ زما قومه! هغه مقدس ټاټوبی ته چې خداوندمتعال  د تاسو لپاره ټاکلی دی ، وارد شئ، او خپل تیر وخت ته ونه ګرځئ:(او شاتګ ونه کړئ) چې له تاوان موندونکو څخه به شئ (مائده: 21).

captcha