IQNA

په قرآن کریم کې  اولی الامر

د پيغمبر(ص) د رسالت ترټولو وروستی پیغام څه ؤ؟

8:32 - June 30, 2024
د خبر لمبر: 3489458
 ایکنا – د پيغمبر(ص) د رسالت د ترټولو وروستي مهم پیغام محتوا  چې خداوند متعال  په ګواښ او همدردۍ سره  رسول الله بزرګوار ته حکم ورکوي، څه ؤ.

یو هغه آیت  چې په لسم هجري قمری کال کې  او د په مائده سورې کې نازل شو، د تبلیغ آیت ؤ .سره له دې چې تمه کیدله  د خداي پیغمبر (ص) پخپل ترټولو لومړي او وروستي حج سفر کې تر یوې مودې په مکې پاتې شي، خو د حج پاي ته له رسیدا سملاسي وروسته ئې وفرمائيل؛ سبا  له پرکَوټو پرته دې بل څوک پآتې نشي  او ټول باید حرکت وکړي څو په ټاکلی وخت کې په غدیر خم کې حاضرشي.د هغې ورځې سهار د خلکو دغه ټول چې څه د پاسه  یو لک شل زره کسان اټکل کید، له هغه بزرګوار سره  یوځای ئې حرکت وکړ.

غدیر خُم ، د جُحفه په درې میلو کې  یو ځاي او د یوه لوي ګودال په څير  دی . هغه بزرګوار په لاره کې ،دغدیر په لور حرکت  پیل ک ړ. بیا ئې وفرمائيل،څو ټول خلک تم شی  او هغه کسان چې مخکې تللي دی ، بیرته راوګرځي او  هغه کسان چې وروسته پاتې دي ،تر دې چې ټول یو ځای شي . په دغې فضا کې وه چې  جبرائيل نازل شو او دغه آیت ئې تلاؤت کړ (1) : «يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ وَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ» (مائده: 67). دا مضمون چې خداوند تا له خلکو خوندي ساتي ،د حکم له رسولو او خلکو څخه د پيغمبر(ص) د اندیښنې نښه وه. پيغمبر  پخپل ژوند نه ویرید، ځکه چې هغه بزرګوار د مکې له بت پرستانو سره د مبارزې په ټول پړاؤ کې  او په ټولو پوځي جنګونو کې هیڅکله هم په زړه کې ترټولو کمه ویره هم  نه درلوده. اوس د عمر په وروستیو کې او د مسلمانانو په اجتماع کې ،ځکه باید  د پیغام په رسولو  اندیښنه ولري.

د  «یا أَیُّهَا الرَّسُول» تعبیر هغه حضرت ته  رسوي چې اوس د رسالت مهمه مسئله ده،یعنی د تا  د رسالت وخت او د پيغام  د رسولو وخت دی. د ؛بَلِغ؛ تعبیر ( د أبلِغ په ځای) یعنی په قدرت او عظمت سره دا نقل کړه. د ؛مااُنزِلَ ؛ او  د ؛مِن رَبَکَ؛ تعبیر  په دې ټينګار دی چې  چې دا مسظله  د تا له خوا نه ده  او د وحي پیغام دی چې  له خدایه نازلیږي. د خلکو په وړاندې دخوندي ساتلو وعدې ترڅنګ  دغه ټينګارونه؛ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ» ښئ ، ممکنه ده  د خلکو له ګمان څخه د هغه بزرګوار اندیښنه دا وه چې پیغمبر(ص)  له خپلې خوا یو حکم بیانوی او الهی دستور  اوفرمان  نه دی.

د «وَ إِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَما بَلَّغْتَ رِسالَتَهُ»  تعبیر ډير دروند دی.یعنی  دغه پیغام د اهمیّت له پلوه ، تا د رسالت د پړاؤ  له ټولو پیغامونو سره برابر دی او که دغه پیغام خلکو ته ونه رسیږي، ګواکې ټول پیغامونه له مینځه خي . نه وائي د تا رسالت ناکام دی ،(رسالتک)،بلکې فرمائي ، دخدای رسالت، یعنی  دخدای په رسالت عمل نه دی شوی . دا ټول ګواښ او همدردي او  رسوي چې  د پیغام محتوا، باید یوه اساسی مسئله وي  او  مطرح کول او ردول ئې کومه جزئي  مسئله نه ده . همداراز دغه پیغام  د توحید،نبوت او معاد  په باب نشي کیدلی، ځکه  د هغه بزرګوار د عمر په وروستیو کې  نوره دغو ټولو سپارښتنو ته کوم ضرورت نشته . ددغه مهم پیغام محتوا چې د پیغمبر اکرم(ص) د عمر شریف په وروستیو کې  نازل شوی څه ده؟

 په سلګونو روایتونه چې په پرله پسې رسيږي، ښئ چې  دخداي پیغمبر  د خپلو  ډیرو اصحابو په مینځ کې د اوښانو له کَتو پر جوړ منبر پورته شو او یوه اوږده خطبه ئې ولوستله .  تازه خبره دا وه چې  پيغمبر، د خپل رحلت خبر ورکړ او د خپل ځان په باب ئې د مسلمانانو نظر څخه خبر شو. ټولو د هغه د رسالت ،خدمت او  کرامت او عظمت په باب  په لوړې درجې کې  اقرار وکړ.کله ډاډمن شو چې  غږ ئې  شاوخوا ټولو خلکو ته رسیږي، نو د راتلونکي په باب ئې خپل مهم پیغام  بیان کړ او وې فرمائيل؛  مَن كنتُ مولاه فهذا فعلىّ مولاه»  د هرچا چې زه مولا وم ، دا علی د هغوي مولا دی او په دې وسله  د امیرالمومنین علیه السلام  ولایت په ډاګه اعلان کړ.

دغه روایتونه مشخص کوي، چې د پيغمبر(ص) اندیښنه  په دې وه چې که د  هغه زوم اود آکا زوی  په دغه مقام منصوب نه کړي،نو ورباندې به لعن طعن  وشي. البته   پيغمبراکرم (ص) له وفاته وروسته کله حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها  د خلکو کورونو ته تله او ئيل ئې ؛مګر تاسو نه وائ  او نه مو واوریدل چې د خداي رسول (ص) په غدیر خم کې څه وفرمائيل؛؟نو وئيل ئې مونږ په غدیرخم کې لږ  لیرې وو او  د پيغمبر غږ مو نه آورید.

(1)د غدیر په ورځ  دغه آیت د اهل تسنن  کابو 360 متفکرانو  منلی دی. په هغو ټولو سرچینو کې دغه ټول کتابونه او روایتونه شامل دي .

    کتاب اسباب النزول، ص 150، (ان آیه نزلت فی یوم غدیر فی علی بن ابیطالب)، سیوطی در الدرالمنثور ج 2، ص 298 (نزلت فی یوم غدیر فی علی بن ابیطالب) نیشابوری در تفسیرش ج 6، ص 194 (ان هذه الایه نزلت فی فضل علی بن ابی طالب یوم غدیرخم). همچنین آلوسی فی تفسیره، ج 6، ص 176، المنار، ج 6، ص 463، تاریخ بغداد، ج 8، ص 290، تاریخ یعقوبی، ج 2، ص 32، شبلنجی در نور الابصار، ص 75، مسند احمد بن حنبل، ج 4، ص 281، نسائی در خصائص، ص 22، عقدالفرید، جزء3، ص 38، اسعاف الراغبین، ص 151، مصابیح السنه، ج 2، ص 220، حلیه الاولیاء، جزء 4، ص 23، نثر اللیالی، ص 166، تاریخ بغدادی، خطیب نیشابوری، جزء7، ص 377، ترمذی، در صحیح خود، ج 2، ص 297، ابن کثیر در بدایه و النهایه، ج 5.

https://iqna.ir/en/news/3488870

captcha