د غدیر واقعه په لسم هجری قمري کال کې د غدیر واقعه دومره لویه پيښه ده چې په څو ايتونو کې ئې ذکر شوی دی. د تبلیغ ایت له دغې واقعې مخکې د څو آیتونو پشمول وه چې په دغې ورځې کې د الهي حکم د رسولو په ضرورت او اهمیّت ئې ټينګار درلود؛ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ» (مائده: 67)، البته ځيني آیتونه هم له دغې پيښې وروسته نازل شول، چې په هغو کې ددین بشپړونکي آیت شامل دی. قرآڼ کریم د مائدې سورې ددریم آیت په یوې برخې کې فرمائي،؛ الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ دِينِكُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا».
د آیت دغه برخه په بشپړ ډول له بلې برخې خپلواکه ده؛ځکه چې اولا له دینه د کافرانو ناامیدي،د مردارې غوښې له خړولو او یا د هغې له نه خوړلو سره ارتباط نه لري، ثانیا، هغه روایتونه چې د آیت په شأن نزول کې راغلي دي،د همدغه بیان په مقام کې لیکل شوي دي او نه له هغه مخکې او یا وروسته. ثالثا، د شیعه اوسني د روایتونو په اساس، د آيت دغه برخه د غدیر خم له واقعې وروسته نازله شوې ده.
قرآن کریم دهغې ورځې لپاره چې دوه ځله په؛ الیوم؛ ټکي سره اشاره شوې ده ،لوئې ځانګړنې یادوي چې په هغو کې د کافرانو د ناامیدئ ورځ، ددین د بشپړتیا ورځ، پر خلکو د الهي نعمت د اتمام ورځ، هغه ورځ چې اسلام ددین په توګه د خداي د خوښې وړ بشپړ دین په توګه واقع شوی. که په دغو هر یو مورد په ځان له سر په یوې ورځې کې پيښ شوی وي ، نو کافي ده چې هغه ورځ له ؛ایام الله ؛ څخه ده.،البته که ټوله په یوه ورځ وي .
د عرفې په ورځې د نزول په څير نوره فرضیې او روایتونه هم ددغې ورځې له ځانګړنو سره سم سم توجیه نه لري ؛ د مثال په توګه د ذی الحجې په نهمه کومه مهمه پيښه رامینځةشوې چې کافران پر دین له بریالیتوبه ناامید شول یا د حج د مناسکو عملی تعلیم (یعني ددین د واجباتو څخه جزئي تعلیم ) د دین له بشپړتیا سره څه نسبت لري چې ووایو، دین د هغه په وسیله بشپړ شوی وی.
د دین د بشپړتیا د موقعیّت په باب دغه آیت او په نهایت کې بندګانو ته د نعمت د رسیدا ښودنه کوي. ددین شریعت د رسول الله بزرګوار(ص) د حیات په وخت کې بشپړ شوی دی، خو په ټولنې کې د اسلامی احکامو اجرا او مقصد ته داسلامی حکومت دهدایتولو لپاره ،یوه هغه اصل ته ضرورت دی چې ددین د تل پآتیکیدا( د کافرانو د ناامیدئ) او دددین دبشپړتیا او (پر مسلمانانو) د نعمت د اتمام سبب دی.لکه څنګه چې د دین اصلی مقصود د الهي قوانینو تشریع ده،ددغو قوانینو د اجرا لپاره باید یو داسې شخص او کس وټآکل شي چې د قانون په فهم او اجرا کې له پيغمبر اکرم(ص) څخه وروسته کومه ګډوډي رامینځة نشي.دغه موردونه یوازې د اسلامی امت د رهبرۍ په نصب سره د تفسیر وړ دي.
ولایت ترټولو وروستۍ فریضه وه چې خداوندمتعال هغه په دغه آیت سره نازله کړه او وې فرمائيل؛ نوره بله هیڅ فریضه نه نازلوم؛ ځکه چې په امامت سره دین کامل شو او د پيغمبر اکرم (ص) رسالت انجام ته ورسید؛ وَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ» (مائده: 67).په حقیقت کې د رسالت ګټه او نتیجه له ولایت پرته بل څه نه ده او له دې پرته دین او رسالت او د هدایت نعمت به ، نیمګړی وي. هماغه شان چې د له پيغمبر اکرم (ص) څه د لورو په متنونو کې نقل شوي دي؛،(هغه څوک چې ومري او امام او پيشوا ونه لرل شي،دجاهلیّت په مرګ مړ شوی دی::