IQNA

لویدیځي ټولنې د خپلو معنوي ریښو په احیاء پسې دي(فیلم)

15:11 - July 28, 2024
د خبر لمبر: 3489603
ایکنا – د لندن د اسلامی کالج استادې ربکامسټرتون د ایکنانیوز په وبینار کې پخپلې وینا کې ووئيل؛ اروپایان که څه هم لږ په ځنډ سره خو په نهایت کې پوهه شوي دي چې له سیکولرزم څخه په پیروۍ سره له خپلې معنوي مخینې څخه جلا شوي دي؛دوي اوس د خپلو  معنوي او کلتوری ریښو کې بیا کتنه پیل کړې ده.

ایکنانیوز راپور راکوي، د ؛لوړې کورنۍ او ماډرن چیلنجونه نومې نړیوال وبینار پرون شنبې ورځې د ایکنانیوز په همت او د ولسمشرۍ د میرمنواو د کورنیو د چارو د مرستیالۍ په ملګرتیا سره  د ژمنې کورنۍ د نړیوال غورځنګ د ضرورت د ارزونې په موخې سره  ترسره شو.د میرمنو او کورنۍ په چارو کې د ولسمشر مرستیالې میرمن ډاکټر انیسه خزعلی او دتهران د ښاروالۍ د میرمنو او کورنیو دچارود دبرخې عمومی مدیرې  و دښاروال سلاکارې میرمن مریم اردبیلي په دغه وبینار کې موجودې میلمنې وې چې د ؛عفیفانه ژوند؛ ددینو مشترکات او د ژمنې کورنۍ دنړیوال غورځنګ  ضرورت ډ څرنګوالي په موضوع سره ئې ویناوې وکړې. 

همدااز د لندن د اسلامی کالج استادې ربکامسټرتون د ؛ له اوسنیو لویدیځي چیلنجونو سره د مقابلې لپاره د ښځې اوسړي پشمول د فطري کورنۍ د ساتلو په موضوع سره او همداراز د پاکستان د جامعةالزهرا علمیه حوزې مدیرې میرمن معصومه جعفري ، د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ د میرمنو د چارو مسئولې ډاکټر ریما حبیبد لبنان د امام موسی صدر د موسیسو مدیرې ډاکټر رباب صدر په مختلفو ورځینو مو ضوعګانو باندې په رڼا سره پند اخستونکي ویناوې وکړې 

جوامع غربی درصدد احیای ریشه‌های معنوی خود هستند + فیلم

د لبندن د اسلامی کالج استاذې میرمن ربکا مسترتن پخپلې وینا کې په پیل کې ووئيل چې دی څرنګه  داهل بیت علیهم السلام د مکتب پیروکاره شوه اوڅرنګه ګروهنې ئې درلودې.

هغې پخپلې وینا کې ووئيل، اسلام ته زما د ګروهنې یوه ترټولو مهمه انګیزه دا وه چې لکه څنګه چې عمر مې زیاتید،نو غریزي احساسات مو هم ورسره زیاتیدل چې هغه کلتور چې په اروپا کې له کابو ۱۹۲۰کال راهسې دود شوي یوه تیروتنه ده.هغه کلتور په لویدیځ کې زیاتیدونکی سیکولرزم ؤ چې وخت په وخت ئې خپل حیثیت نندارې ته وړاندې کاوه او پر دغو خلکو ئې خپله حکمراني کوله. اوس متفکران او څيړاند وائي چې عقل لکه څنګه چې  لامخکې ئې تصور کید، له تیروتنو خوندي نه دی . ځیني اروپائي هیوادونه شته چې د عینی حقیقت په لټونې کې له خپلو دیني اومعنوي سنتونو څخه لیرې شوي دي او هڅه ئې کړې ده، یوه عقلاني ټولنه رامینځةکړی چې په هغې کې ټول سره برابر دي. البته هغه څه چې په حقیقت کې د معنوي ارزښتونو په حذفولو سره یو سنت او دود رامینځةشو دا ؤ چې یوزړتوب له مینځه لاړ. معنوي ارزښتونه  په مختلفو اروپائي هیوادونو کې  د ورور ولۍ لپاره یو اساس او بنیاد ؤ  او په ماده پال کلتور دودولو او روزلو سره ، په نهایت کې اروپائي ټولنو او کلتورونو په کلی توګه  هیر کړل  چې معنویت څه شی دی  او روحي روزنه څه معنا لري.

هغې پخپلې وینا کې مخکې ووئيل البته اوس  اروپا د خپل معنوي هویّت  په احیاء پسې ده. دا په داسې حال کې دي چې ممکنه ده له بهره،غیر اروپائي هیواددونه داسې وبریښيږي چې ګواکې  په عادلانه توګه اداره کیږي، او خلک  له مادي پلوه په ډير ښه حالت او هوساینې کې  دي ، خو کله چې  دهغې ټولنې  په داخل کې  دوګړو  باطن او د هغوي روح ته وګورې ، کله  د هغوي تفکراتو او اندیښنو اوسوجونو ته  دقت  وکړې ،نو په دغه وخت کې ده چې د اروپائي کلتور په زړه کې  یو پوچ او چټي حس وینئ.مسټرټن  وائي  د باؤر دغه بدلون  تر یوه حده په دې دلیل دی چې شاید اروپایان  که څه هم لږ په ځنډ سره ده خو په نهایت کې پوهه شوي دی چې  څه شي لیرې کړي دي  او تر یوه حده له وحشت سره  مخ شوي دي او  اوس ئې پخپل معنوي اوکلتوری ریښو کې بیا کتنه پیل کړې ده .   له دغو ځينو معنویاتو څخه  ریښه حتی  له مسیحیّت څخه مخکې پړاؤ ته ورګرځي .

جوامع غربی درصدد احیای ریشه‌های معنوی خود هستند + فیلم

د اسلامی – ایراني معنوي میراث د قدرونې او ستاینې  ضرورت

د لندن د اسلامی کالج دغې استاذې  همداراز ووئيل، لویدیځي ټولنه د بازار د سیالۍ له لارې عمل کوي ،تول بوخت دي  او کار کوي څو خپل بیلونه ورکړی  او هڅه کوي د ژوند یوه ډيره لګښتي روده وساتي  چې په هغې کې وخت نه لری ،پخپل انساني اړخونو فکر وکړي . پر دې اساس مونږ  د خپلو ټولنو د هغه انسجام  د له لاسه ورکولو په حال کې یوو چې  د انساني ارتباط لپاره ضروري دی.

دغې رسیندوئي  فعالې پخپلې وینا کې زیاته کړې ده  زمونږ په ورځپاڼو کې ډیر داسې سرټکي شته دي چې وائي، تهائي او ذلت د صنعتي ټولنو یو ترټولو لوي مشکل دی . ما پّ کرتو  ایران ته سفرونه کړي دی او کله ما دغه هیواد ته د لومړي ځل لپاره سفر و وکړ، نو هڅه مو وکړه  له هغو کسانو سره چې ورسره لیده کاته کوم ، ووایم  خپل معنوي  کلتور او میراث   او ځان پيژندنې ته پابنده ووسئ،تاسو  ئې قدر نه پيژنئ  مګر هغه مهال کله ئې  چې  له لاسه ئې ورکړئ. اسلام مونږ ددې جوګه کوي چې په یوې مستقیمې لارې  روان شو، یوه داسې لاره چې  مونږ خپلې وجودي  جوهرې ته رسوي او مونږ  هغه معنویّت ته چې  زمونږ په باطن کې دی ،هدایتوي مو، او  دا چې  له ښه د خپل وجود له حقیقت سره آشناشو. ډيره په زړه پورې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4227831

 

captcha