د ژوند په ټولو حالاتو او په علمي څانګو کې له اعدادو یا شمیرو څخه استفاده دتوجه وړ ده او په تیره بیاپه اوسني پړاؤ کې چې د مایکرو ډيټاپه توګه د ډیرو متفکرانو د پام وړ ګرځيدلي دي.
قرآن کریم هم په ډيرو آیتونو کې د اعدادو یا شمیرو په ذکر کولو سره، د انسان توجه شمیرنې او حساب ته جذب کړې ده.؛ وَإِنَّ یوْمًا عِنْدَ رَبِّک کأَلْفِ سَنَةٍ مِمَّا تَعُدُّونَ». (سوره حج/۲۲، ۴۷)؛
همداراز ئېانسان د زمانې عنصرونو ته متوجه کړی چې د ساعتونو،ورځو ،میاشتو او کلونو په محاسبه کولو سره ختمیږی.؛ هُوَ الَّذِی جَعَلَ الشَّمْسَ ضِیاءً وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُوا عَدَدَ السِّنِینَ وَالْحِسَابَ». (سوره یونس/۱۰، ۵) تاریخ د طبیعي او هراړخیز لمرپر ګردش مشتمل دی.
هغه شمیرې چې په قرآن کې ذکر شوي دي، ۳۰عدده صحیح دي ، چې په هغو کې ځيني تکرار (۱۲) او ۹۵۰ عدد په احتساب سره چې په ضمني توګه ئې یادونه شوې ده:: ؛ فَلَبِثَ فِیهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِینَ عَامًا» (سوره عنکبوت/۱۴، ۲۹)، ۳۱ عدد صحیح او ۸ عدد هم کسری دی.
هغه شمیرې یا عددونه چې د آيتونو او روایتونو په ټولګې کې کارول کیږی، دوه ډوله دي، لومړي ډول، رمز لرونکې شمیرې او دوهم هم له زمر او کوډ پرته شمیرې.له رمز پرته شمیرې د مثال په توګه په هغو موقعو کې دي چې فرمائيل؛ لمونځ باید په څو وارو کې او کوم په څو رکعتونو کې ولولئ یا د نفلونو شمیر څو رکعته وي؛ د «وَاعْلَمُوا أَنَّمَا غَنِمْتُمْ مِنْ شَيْءٍ فَأَنَّ لِلَّهِ خُمُسَهُ» په آيت کې د خمس تعبیر په پنځو کې یو عدد په معنا دی .
البته ځینی عددونه په ځينو آیتونو کې د ۵،۷،۱۴ او ۴۰ عددونو یا شمیرو په څير رمزونه لري.د مثال په توګه په توبې سورې کې لولوو؛اسْتَغْفِرْ لَهُمْ أَوْ لَا تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ إِنْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ سَبْعِينَ مَرَّةً فَلَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ»(توبه: 80)؛یعنی ای پیامبر(ص) که د مشرکانو لپاره ۷۰ استغفار وکړې،نو هیڅ ګټه نه لري او نه بخښل کیږی؛ دلته هم ۷۰ عدد مدنظر نه دی،بلکې د زیاتوالي او کثرت نښه ده.
دا چې کوم عدد رمز لري یا ئې نه لري،باید هغه له آیتونو اوروایتونو څخه ولټول شي؛د مثال په توګه ۷ عدد د خدای د کور ګیرچاپيره په اوه ځلې طواف سره یا اوه ځله دصفا سعي کولو سره په ارتباط کې دی.