
او دغه کار یو مسلمان د زور په وجه نه بلکې په ټولنه کښې د خپل شتون او د هغه حکم په دلیل چې متعال خدای ورکړی دی باید ترسره کړي.
ټولنیز مسوولیت یوه ډول اخلاقي او ټولنیزه ژمنه ده چې وګړي یې د نورو خلکو په هکله لري.
د دغه مسوولیت پراساس انسان باید د ټولنې په ګټه یوشمیر کارونه ترسره کړي.
په ټولنیز ژوند کښې د وګړو اقتصادي، کلتوري او اعتقادې برخلیک له یوبل سره اخښل شوی دی او هغه اعمال او کړچارونه چې یو سړ یې ترسره کوي د ټولنې په نورو ډګرونو او وګړو باندې اغیز شیندي او پر دې اساس د یوې ټولنې وګړي د یو بل د کړچارونو او غبرګونونو په هکله مسوولیت لري.
د اسلامي تعلیماتو پراساس ټولنیز مسوولیت د کړچارونو او د اعمالو هغه ټولګې ته ویل کیږي چې چې وګړي یې د نورو لپاره ترسره کوي.
دغه کار یو مسلمان د زور په وجه نه بلکې په ټولنه کښې د خپل شتون او د هغه حکم پراساس چې خدای هغه ته ورکړی دی باید ترسره کړي.
د قران کریم د ایتونو پراساس دغه دندې ډول ډول دي او د مسوولیت له حس څخه د بیلابیلو ټولنیزو ډلو په وړاندې چې کورنۍ ، خپلوان، د ښار وسیدونکي او د ټولنې ټول وګړي پکښې شامل دي راځي.
په اسلامي تفکر کښې که چیرې یو مسلمان په ټولنه او خپلو انساني اړیکو او په ټولنیزو مسائیلو کښې هر ډول نیمګړتیا او کمزورتیا وویني باید په هکله یې بې تفاوته نشي او د دغو نیمګړتیاو د ختمولو هڅه وکړي.
په قران کښې د ټولنیز مسوولیت یوه بیلګه هغه ژمنه ده چې یو مسلمان یې د یتیمانو او مسکینانو په هکله ولري.
د «وَ لا تَقْرَبُوا مالَ الْيَتِيمِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّى يَبْلُغَ أَشُدَّهُ وَ أَوْفُوا بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كانَ مَسْؤُلًا» (إسراء/34)
ایت د قران کریم د هغو ایتونو ټولګه ده چې دغه مقولې ته توجه لري.
د یتیمانو په حوزه کښې د ټولنیز مسوولیت د ترسره کولو اهمیت تر دې حده دی چې ځینې مفسران په «ماعون» سوره کښې د خپل ایمان او یتیمانو، مسکینانو ، بندیانو د خدمت او د لمانځه د قبلیدا ترمینځ پیاوړی ارتباط رامینځته کوي.
له دا ډول تفکر څخه دغه اخیستون لرلای شو چې حقیقي ایمان، واقعي دینداري او حقیقي لمونځ او عبادت هغه وخت دی چې انسان خپلې ټولنې ته پام وکړي او نورو وګړو اړتیاوې پوره کړي؛ په بله بڼه کښې دین، ایمان او لمونځ او عبادت حقیقي نه دی؛ ځکه چې د مینې عنصر او د بل انسان د ضرورت پوره کول پکښې نشته.
په قران کریم کښې د ټولنیز مسوولیت بله بیلګه تواصي مقوله ده، تواصي د سفارش او سپارښتنې په معنا دی.
قران کریم په ډیرو ایتونو کښې د یوه بل په هکله مسلمانانو ته د تواصي بلنه ورکړي ده په تیره بیا د صبر او حق سپارښتنه په هغو موردونو کښې شامل دي چې په پراخ ډول ورته پام شوی دی.
تواصي د ارادې او د انګیزې د کمزورتیا په دلیل ترسره کیږي.
په واضح عبارت کله نه کله د انسان اراده کمزوري کیږي او په دغه حالت کښې شاوا خوا خلکو ته د صبر او د حق په سپارښتنې سره د وګړي انګیزه او اراده پیاوړي کيږي او د هغه لپاره په دغه لاره کښې د دوام امکان برابریږي.
په ټول کښې د ټولنیز مسوولیت مقوله داسې چاره ده چې په اسلام کښې په ځانګړي ډول ورته توجه شوي ده او شاید په بیلابیلو دینونو کښې د اسلام د بقا او د دوام یو دلیل ټولنې او د شاوخوا خلکو د حال رعایتولو ته د دغه دین په توجه کښې ګڼلی شو.