یو هغه مورد چې د اخلاقو د علم پوهان ئې د هغو د ایشوا کیدا د بحثونو په ذیل کې بحث کوي، ؛نمیمه ؛ یا سخن چیني یا نورو ته د خبرو رسول دي.نورو ته د بل چا دخبرو رسول د اسان یوهغه ترټولو پست اوبد چلند دی چې دښمني او کینې په ځان پسې لري او د ورورولۍ او دوستۍ پیوندونه شلوي.
د نورو د خبرو خوندي ساتل د بل چا په نیز د هغود نه وئيلو په معنا دي او سخن چیني د هغو کسانو په نزد د نورو دخبرو درسولو په معنا دي چې د هغو په باب څه خبره شوي وي. یوه بل ته د خبرو رسول هغه مهال چې دهغه چا په وړاندې وشي ، چې ورڅخه د تاوان رسولو او کړؤلو ویره وي، ؛سعایت؛ نومیږي؛ د هغو پاچایانو او لویانو په نزد سعایت چې له هغو څخه د زندان، جلاوطن کولو او د قتل ویره وي.
سخن چیني یا نورو ته د خبرو رسول په قرآني آیتونو کې ډير رټل شوي دي او د نورو له ناخوښو چلندونو سره ئې په پرتله کولو کې ترټولو ناخوښ اوبد چلند شمیرل شوي دي.خداوندمتعال په قرآن کریم کې فرمائي؛ وَيْلٌ لِكُلِّ هُمَزَةٍ لُمَزَة»(همزه/1)؛واي پر عیب لټونکو باندې ؛ همداراز پیغمبر اکرم (ص) ته په قلم سورې کې داسې خطاب کیږي؛ و لا تُطِعْ كُلَّ حَلافٍ مهينٍ* هَمَازٍ مَشَاءِ بِنَمِيم»(القلم/11-12)؛ ائ په دروغو قسم خوړونکو څخه چې ډير ذلیل او بد کار خلک دي ،پيروي مه کوئ؛ له هغو کسانو چې ډير عیب لټونکي او نورو ته د خبرو رسونکي دي: پیغمبر اکرم(ص) په یوه روایت کې فرمائيلي دي؛ ألَا أُنَبِّئُكُمْ بِشرَارِكُمْ؟ قَالُوا: بَلَى يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ: الْمَشَاءُونَ بِالنَّمِيمَة ..... ؛ آیا تاسو په تاسو کې له موجودو ترټولو بدو مو خبر کړم ؟ وې وئيل؟ هو ائ د خداي رسوله! وې فرمائيل؛ له تاسو هغه کسان چې سوخن چیني کوي او نورو ته خبرې رسوي::
انسان دهغو کسانو په وړاندې چې نورو ته خبرې رسوي، څو دندې لري، لومړۍ دا چې هغه باید تصدیق او تائيد نه کړي؛ ځکه هغه ګناهګار اوفاسق دی او دفاسق ګواهي نه منل کیږی؛ داسې چې خداوندمتعال په قرآن کریم کې فرمائي؛ إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأَ فَتَبَيَّنُوا»(الحجرات/6)؛ که یو فاسق د تاسو لپاره کومه خبره راوړي ،نو دهغه دخبر په باب تحقیق وکړئ:. دوهم دا چې هغه باید له دغه کاره منع شي،ځکه دهغه عمل له منګرو چارو څخه دی او خدای تعالی په قرآن کریم کې فرمائي؛ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنْكَرِ»(لقمان/17) ؛امر بالمعروف وکړه او له منکراتو څخه منه کړه :. دریم دا چې نورو ته دخبرو له رسونکي کس څخه باید کرکه وشي ،ځکه هغه له خداي څخه کرکه لري او له خدای کینه لرونکي څخه کرکه لازمه ده. څلورم دا چې په هغه کس چې بل چا ته خبرې رسوي ،باید بد ګمان وشي،ځکه خداي وندمتعال فرمائي؛ اجْتَنِبُوا كَثِيراً مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنّ إِثْم»(الحجرات/12)؛ له ډيرو ګمانونو ډډه وکړئ،ځکه ځیني ګمانونه ګناه دي: پنځم دا چې د سخن چین خبرې هغه د هغه کس په باب تحقیق او تجسس ته چې له هغه ئې خبرې بل ته رسولي وي ،مجبوره نه کړي خدای تعالی فرمائي؛ وَ لا تَجَسَّوا»(الحجرات/12) .