IQNA

د اماراتو په ملی میوزیم کې د تاریخي خطي قرآن پيژندنه

6:25 - November 20, 2024
د خبر لمبر: 3490189
ایکنا – د  اماراتو (زید) ملی میوزیم دکارپیژاندو یوې ډلې له ۸۰۰ میلادي کاله تر ۹۰۰ میلادي کال پورې له مودې سره اړونده  یوه تاریخي خطي قرآن ته لاس رسی پیدا کړی دی.

ایکنانیوز  د الاتحاد له قوله راپور راکړ،ددغه قرآن په آبی رنګ پاڼې کې د سرو زرو په اوبو سره ئې کتابت شوی دی او په اسلامی خط کې ترټولو مهمه نسخه او په نړۍ کې  د قرآڼ یوه مشهوره نمونه  ده.
د قرآن په دغې نسخې کې چې ّ دڅو طیفي انځورګرۍ ټیکنیکوڅخه  په استفادې سره  ئې دآیتونو پیژندګلوي شوې ده،د نساء سورې ځيني آیتونه پکې لیدل کیږي. په دغه ټیکنیک کې  هغه متنونه او انځورونه چې د وخت  په تیریدا سرهئې  اثر له مینځه تللی اوپه عادی سترګې سره د لیدو وړ  نه  دی ، مشخص کیږی.
ددغې خطي نسخې  تاریخ ۸۰۰  میلادي کال تر ۹۰۰ میلادي کال  مودې ته ورګرځي او  شین یا روښانه آبی صفحې ، طلائي کوفي خط او نقره ای ښکلاوې  ئې ځانګړنې دي .
دغه قرآڼ  په کوفی خط سره لیکل شوی دی چې  ددغه ډول خط لوستل، له اعرابو او ټکي پرته عربی حروفو څخه  داستفادې په دلیل سخت  دي.
د قرآن کریم دغه نسخه د پوستکي  په ۶۰۰ پاڼو اصل کې  لیکل شوی دی چې  اوس ئې یوازې سل پاڼې  په میوزیمونو کې او شخصي کلیکیشنونو وکې ساتل کیږی  او ۵  پاڼې ئې  د زاید په ملی میوزیم کې نندارې ته  کیښودل شوي دي.
د اماراتو زاید ملی میوزیم به په ؛شمن روابطنا؛ (د مونږ د تعاملاتو داخل) په نامې سره په هال کې نندارې ته وړاندې شي ؛داسې هال چې پراخ افقونه ئې   چې د اماراتو  خلکو په تیرو وختونو کې ورڅخه برخمن  وو،  او اغیزې ئې د هغو د پوّې او نوښتونو  چې په ربی ژبې په پراختیا او داسلام په خوریدا سره اوج ته رسیدلي ،   کتونکو ته ورمعرفي کیږي.  
موزه ملی زاید این صفحه از صفحات قرآن آبی را در سالن «ضمن روابطنا»(درون تعاملات ما) به نمایش درخواهد آورد؛ سالنی که افق‌های وسیعی را که مردم امارات در گذشته از آن بهره‌مند بودند و تأثیرات نوآوری‌ها و دانش آن‌ها را که با توسعه زبان عربی و گسترش اسلام به اوج خود رسید، به بازدیدکنندگان معرفی می‌کند.
 https://iqna.ir/fa/news/4249152

captcha