په دې لېدنه کې زرګونه زدهکوونکي، محصلين او د هغو شهيدانو کورنۍ چې د صهيونيستي رژيم د ايران پر ضد د ۱۲ ورځنۍ تپل شوې جګړې قربانيان وو، د لړم د ۱۳مې نېټې (۱۳۵۸هـ ش) د امريکا د سفارت د نيولو د کليزې په درشل کې د اسلامی انقلاب له معظم لارښود حضرت امام خامنهاي سره وليدل.
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی،د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيتالله العظمی سید علی خامنهاي دغه ورځ د «وياړ او بريا ورځ» او د «استکباري امريکايي حکومت د رښتيني هويّت د څرګندېدو ورځ» وبلله.
د اسلامي انقلاب ستر مشر په ملي حافظه کې د دې ورځې د ثبتېدو پر اړتيا ټينګار وکړ او د امريکا د دښمنۍ تاريخ ته په اشارې سره وويل: د ایران د اسلامي جمهوريت او امريکا ترمینځ اختلاف يو ذاتي اختلاف دی،دا د دوو متضادو بهيرونو د ګټو ټکر دی.

هغه زياته کړه: يوازې هغه مهال چې امریکا د ملعون صهیونیستي رژیم ملاتړ په بشپړه توګه غوڅ کړي، خپلې پوځي اډې له سیمې څخه وباسي او په دغو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، د امریکایانو غوښتنه چې له ایران سره ملګرتیا وکړي، نه په نږدې راتلونکي کې، بلکې د وروسته لپاره به د ارزونې وړ نه وي.
د اسلامي انقلاب رهبر د «استکبار» کلمه قرآني ریښې ته په اشارې سره د ځان غوره ګڼلو په معنا ونوموله او وې فرمایل: کله ناکله یو فرد یا دولت ځان غوره ګڼي، خو د نورو ګټو ته لاس نه اچوي، چې په دې صورت کې د دښمنۍ لامل نه کیږي، خو کله ناکله لکه په یوه وخت کې د انګلستان دولت او اوس امریکا، ځان ته دا حق ورکوي چې د ملتونو حیاتي ګټو ته لاس واچوي، د هغوی لپاره امر وکړي، یا په هغه هیواد کې چې قوي دولت او هوښیار ملت نه وي، پوځي اډې جوړې کړي، یا د ملتونو تیل او سرچینې لوټ کړي، دا هغه استکبار دی چې مونږ ورسره دښمني لرو او پر ضد یې شعارونه ورکوو.

امام خامنه اي د امریکا له ملت سره د دښمنۍ د تاریخ په بیانولو کې وفرمایل: له مشروطیت وروسته کابو ۴۰ کاله ایران یا په ګډوډۍ او بېنظمۍ اخته و، یا د بهرنیو دولتونو د لاسوهنې او یا د رضاخان د سختې او بېرحمه دیکتاتورۍ سره مخ و، تر دې چې شاوخوا ۱۳۲۹ کال کې د خدای په فضل سره د مصدق ملي دولت په هیواد کې رامنځته شو، چې د انګریزانو په وړاندې ودرېد او وتوانېد هغه تیل ملي کړي چې تقریباً وړیا د انګریزانو په لاس کې وو.

هغه د انګلستان او ملګرو یې د مصدق د دولت د ناکامولو لپاره د توطیو په یادولو سره، د مصدق سادهفکري او غفلت ته اشاره سره ووئيل؛ د انګلیسانو له شر څخه د خلاصون لپاره یې له امریکا مرسته وغوښته او امریکایانو مصدق ته مُسکا وکړه، خو له شا ئې د انګلیسانو په همکارۍ کودتا راوستله او د ملي دولت په نسکورولو سره تښتېدلی شاه ئې ایران ته راوګرځاوه.
هغه د ملي دولت نسکورول د ایران ملت ته یو سخت ګوزار وباله او زیاته یې کړه: زمونږ ملت د ۱۳۳۲ کال د زمري ۲۸مې کودتا سره امریکا او د هغې د استکباري خوی او خطر وپېژانده او له کودتا او د شاه له بېرته راګرځېدو وروسته هم د محمدرضا ۲۵ کلنه سخته او بېرحمه دیکتاتوري د امریکا په ملاتړ او مرستې سره اوږده کړه.
د اسلامي انقلاب مشر له اسلامي انقلاب سره د امریکا لومړنۍ مخامخ کېدل د امریکا د سنا مجلس خصمانه مصوبه وبلله او د محمدرضا ته د امریکا د منلو له امله د عامه غوسې د راپارېدو په یادولو سره یې زیاته کړه: د ایران ملت احساس کړ چې امریکایان د محمدرضا په هلته مېشتولو سره د ۲۸ زمري کودتا د تکرار او د هغه د بېرته راوستلو لپاره زمینهسازي کوي، نو په غوسه شوي حال کې واټونو ته راووتل، چې د دې لاریونونو او خلکو د خوځښت یوه برخه د محصلینو په حضور سره د امریکا سفارت نیولو ته واوښته.

د اسلامي انقلاب مشر هغه څرګندونې چې د «مرگ پر امریکا» شعار ورکول د امریکا له ملت سره د دښمنۍ لامل بولي، د تاریخ اپوټه لیکل وبلل او زیاته ئې کړه: دا شعار هغه مسئله نه ده چې له امله ئې امریکا له زموږ ملت سره داسې مخالفت وکړي. د امریکا او اسلامي جمهوریت ترمینځ مسئله ذاتي ناسازګاري او د ګټو ټکر دی.
امام خامنه ای د ځینو کسانو دې پوښتنې ته په اشارې سره چې «موږ د امریکا په وړاندې تسلیم نه شو، خو ایا تر ابده به ورسره اړیکه ونه لرو»، وفرمایل: لومړی، د امریکا استکباري ذات له تسلیم پرته بل څه نه مني، چې دا ټولو امریکایي ولسمشرانو غوښتل، خو په ژبه یې نه ویل، خو اوسني ولسمشر دا خبره په ژبه راووته او په حقیقت کې ئې د امریکا باطن ایشوا کړ.



https://parstoday.ir/ps/news/iran-i166724