
ایکنانیوز د پارس ټوډې راپور راکړی، د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګېآئي ایس پي آر نن سهار په يوې اعلاميې کې ويلي چې په بلوچستان صوبې د کویټه ښار په شاوخوا کې په کچ ولسوالۍ کې د ترهګرو بېلتون غواړو پر ضد دوه جلا جلا عمليات ترسره شوي دي.
د پاکستان لومړي وزير هم په يو پيغام کې د پوځ د عملياتو په برياليتوب د خوښۍ په څرګندولو سره ويلي دي چې هېواد ئې د وروستي ترهګر تر هلاکت پورې مبارزې ته ژمن دی.
پاکستاني پوځ په خپلې اعلاميې کې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې د کویټې په شاوخوا کې ۱۴ بېلتون غواړې ترهګر او په کچ سيمې کې ۴ نور ترهګر هم هلاک شوي دي.
د پاکستان حکومت او پوځ اړونده ادارې ادعا کوي چې د هند استخباراتي ادارې د بلوڅ بېلتون غواړو باغيانو په ملاتړ او د بلوچستان صوبې په بې ثباته کولو کې لاس لري، خو هندوستان تل دا تورونه رد کړي دي.
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i166542