IQNA

د مزارشریف په زلزلې پسې د سخی زیارت د ځينو برخو تاوان موندنې

16:24 - November 04, 2025
د خبر لمبر: 3491962
ایکنا-  د افغانستان په شمال کې  شپږ اعشاریه درې ریښتره  لوئې زلزلې د  افغانستان په مزارشریف ښار کې له حضرت امام علی (ع) سره  ا ړونده  حرم شریف ؛ سخي زیارت  یا فیروزی ګبنسۍ لرونکی زیارت  ځینو برخو ته تاوانونه اړولي دي.

 

ایکنانیوز د آرټي له قوله راپور راکړی، د افغانستان د مزارشریف د  سخی زیارت  امنیتی مسئولانو  ددې خبر په  ورکولو سره ووئيل؛ چې  دغه زلزله  وړمه شپه  سهار وختي  رامینځة شوې او د پیروزه اي جومات  یا سخی زیارت  بهرنۍ برخې ته ئې یو لړ تاوانونه اړولی دی . دهغوي په وینا  د زیارت د مینارو  ځیني ټایلونه هم غورځیدلی دي.

 ددغه راپور په اساس ، د ګبنسئ  دننه  او دد زیارت  اصلي ستنې  په ظاهري توګه سالمې دی ،خو  لازمه ده چې کارپيژاندي په دې زمینې کې  تخصصي نظر ورکړي.

 د افغانستان د مزار شریف ښار د روغتیا ادارې  دغه راز پرون راپور ورکړی چې  په شپږ اعشاریه درې ریشتري زلزلې کې  چې  پرون سهار وختي  ئې د افغانستان دغه  یو ترټولو لوي ښار لړزولی ، اوه کسان وژل شوي او  یو سل پنځوس نور ټپیان شوي دي.

د اروپامدیترانې  د قدرتي آفتونو مرکز  چې  یو اټومیټيک سسټم دی ، او د زلزلو د اغیزو په باب  اطلاعات وړاندې کوي، نارنجي خبرداری صادر کړی چط  د غمیزې او د پام وړ مرګ ژوبلو د زیاتیدا داحتمال دلا پراخیدا ښئ .

په پيروزه ای جومات  مشهوره سخی زیارت ودانئ  د افغانستان  په بلخ ولایت کې  کې په مزار شریف  ښار کې واقع دی او په  افغانستان کې یوه ترټولو مهمه تاریخي ودانئ  ده او  د افغانستان په شمال کې  د نوروز د نیکمرغه اختر ولولناکو جشن لمانځلو مرکز دی.

https://iqna.ir/fa/news/4314408/

captcha