IQNA

فلسطینۍ نجلۍ د قرآن له حفظ سره سره له سرطان سره هم مبارزه کوي

15:57 - November 06, 2025
د خبر لمبر: 3491974
ایکنا - له بیت دقو ښاره، «شروق مرار» چې د نیواکي قدس په شمال لویدیځ کې موقعیت لري، له ارادې او ایمان ډکې کیسې لري، ځکه د هغه سرطان څخه له کړاؤ سره سره چې کلونه کلونه کیږي،د هغې بدن ئې نغرلی دی، ټول قرآن کریم ئې حفظ کړ.

 ایکنا د الجزیرې له قوله راپور راکړی،د  شروق مرار قرآني سفر دوه کاله مخکې، دغزې تړانګې په ضد د اسرائیلو د  وحشي ډوله  جګړې په پیل کې، په غزې کې د قرآن له حافظانوپه الهام سره ،  چې له  ټولو ستونزو سره سره چې ئې ګالي، پیل شو.

شروق وویل: «ما د غزې خلک ولیدل چې له  درد اوکړاؤ سره سره  ئې قرآن حفظ کاوه، نو له ځان  سره مې وویل: که دوي دا کار کولی شي، نو زه ئې  هم کولی شم.

شروق پریکړه وکړه چې د سرطان درملنې  له اوږد پروسې سره سم ، قرآن کریم له ځانه سره ولري. هغې په نیواکي  قدس کې د «المطلع» روغتون په برانډو یا دلانونو کې، په داسې حال کې چې تر ساعتونو پورې  د کیموتراپي او رېډیوتراپي د غونډو په تمه  کې به  وه، آیتونه ئې حفظ کول  .

قرآن د ما  همیشنۍ درملنه  او د لارې ملګری ؤ

شروق، د درې ماشومانو مور،  سرطان ته تسلیم نه شوه او دا ناروغي هغه له خپل هدف څخه ونه ګرځوله، بلکې ناروغۍ رنځ،له قرآن سره د هغې نوې د نږدې کېدو د لارې دوام لپاره هڅونکې شوه.

هغه وايي: «هیڅ شی لکه قرآن زړه ته آرامښت نه ورکوي او د روح لپاره هیڅ درملنه د هغه له  آیتونو څخه لا ښه او ژوره  نه ده. زه ټولو هغو کسانو ته مشوره ورکوم چې سخت حالات تېروي چې قرآن د همیشنۍ درملنې او ملګري په توګه وګرځوي.

د شروق مور اکرام داوود، ، کله چې  پوهه شوه چې د هغې لور  ټول  قرآن بشپړحفظ  کړی، نو د اوښکو ئې مخنيوي ونه شوه. هغې وویل: «کله چې شروق مې وویل چې  ټول  قرآن په بشپړ ډول حفظ  کړې، نو له خوښۍ مې وژړل. دا تر ټولو ښکلې جایزه ده چې ما په خپل ژوند کې ترلاسه کړې ده،ما تل د هغې له سختو حالاتو سره سره، هغه هڅوله او الله تعالی ته شکر کوم چې  له هغې سره مو  مرسته او لارښونه وکړه.  

https://iqna.ir/fa/news/4314943

captcha