ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی د پاکستان د پوځ ویاند «لیفټینټ جنرال احمد شریف چوهدري» وویل غزې ته د عسکرو د استولو فیصله به پارلمان وکړي او مونږ په افغانستان کښې د خلکو د نماینده حکومت ملاتړي یوو.
هغه وویل که چیرې د افغانستان لخوا پاکستان ته ترهګر ورشي نو بیا به اوربند ختم وګڼل شي او د افغانستان هرډول حملې ته به سخت ځواب ورکړل شي.
د پاکستان د پوځ ویاند چوهدري وویل همدومره بس ده افغانستان له خپلې خاورې څخه ترهګرۍ ختمه کړي او ښه خبره دا ده چې د افغانستان طالبان په امنه ډول خبرو سره مسله حل کړي ګڼي مونږ نورې لارې هم استعمالولی شو
هغه وویل پوخ ځان په سیاست کښې نه ښکیلوي او پوځ له سیاست څخه لیرې وساتل شي او په اساسي قانون کښې د بدلون راوستل د حکومت او د پارلمان کار دی.
د پاکستان د پوځ ویاند چوهدري وویل داسې نښې نښانې شته چې هندوستان دا ځل له سمندر څخه کوم عملیات وکړي خو مونږ بشپړه تیارسې یوو او هندوستان چې څه غواړي ویې کړي دا ځل به د پاکستان ځواب له مخکې څخه زیات سخت وي او مونږ امریکا ته له خپلې خاورې د حملو هیڅ اجازه نه ده ورکړي او دا ډول خبرونه د افغانستان تبلیغات دي.
د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دروغجن دی او طالبانو د لویې جرګې د وربللو او د نماینده حکومت د جوړولو ژمنه پوره نکړه
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې د امریکا بې پایلوټه الوتکې له پاکستان څخه ورځي او د افغانستان په فضا کښې الوتونه کوي.
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i166734